په نیمروز ولایت کې د اجباري اېستل شویو راستنېدونکو لپاره د یو معیاري پنډغالي د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي 

rahyab
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۱۷:۲۹
news image

د نیمروز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، په اجباري توګه د اېستل شویو کډوالو وضعیت ته د اغېزناکه، چټکې او منظمې رسېدنې په موخه، په دغه ولایت کې د یو معیاري او مجهز پنډغالي د جوړېدو چارې پیل کړې دي. یاد پنډغالی له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د سرپرست، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د لارښوونې له مخې، په پرله‌پسې او جدي ډول د پرمختګ په حال کې دی.
دا پڼډغالی د پل ابریشم په ستراتیژیکه سیمه کې جوړېږي، او اساسي موخه یې له ګاونډیو هېوادونو څخه اجباري راستنېدونکو کډوالو ته د یوه لنډمهال، خوندي او مجهز ځای برابرول دي. د دې پنډغالي د جوړېدو په پلان کې د کډوالو ټولې بېړنۍ او لومړنۍ اړتیاوې په پام کې نیول شوي، چې د تشنابونو، حمامونو، د څښاک د اوبو سیستم، برېښنايي تاسیساتو، صحي کلینیک، جومات او نورو حیاتي خدمتونو جوړول او تجهیز پکې شامل دي.
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره، د تېرو بریالیو تجربو په ځانګړي ډول د تورخم د معیاري پنډغالي د جوړولو له تجربې څخه په استفادې، هڅه کوي چې دا مرکز هم د ټولو اړینو اسانتیاوو لرونکی وي او د راستنېدونکو لومړنۍ اړتیاوې پوره کړي.
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره تل هڅه کوي، ترڅو خپلو هغو هېوادوالو ته چې له ګاونډیو هېوادونو څخه بېرته خپل هېواد ته راستانه کېږي، لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

نېټه: ۱۴۴۷/۰۱/۱۰ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام له رئیس سره وکتل

نن ورځ د سه‌شنبه سهار، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، په خپل کاري دفتر کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام (UNDP) له رئیس، سټیفن. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۵ - ۱۲:۵
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د آذربایجان هېواد د بېړنیو حالاتو وزارت ترمنځ د دوه‌اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا په موخه آنلاین غونډه ترسره شوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د تخنیکي کمېټې مسؤل محترم برهان‌الدین شینواري او د ماین پاکۍ چارو ستر سلاکار محترم ډاکټر ایمل صافی او د آذربایجان هېواد د بېړنیو حالاتو وزارت. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۵ - ۱۰:۸
Background image

د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۱,۵۸۶ کورنیو ته نغدې او خوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د هنګري موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې, د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ, د دې ولایت په. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .