په ننګرهار ولایت کې ۲ زیانمنو کورنیو سره نغدي مرستې ترسره شوې
ننګرهار- د وري ۱۸مه-۱۴۰۳
د ننګرهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست، د یاد ولایت دوربابا او مهمندرې ولسوالیو اړوند ۲ کورنیو ته چې د وروستیو سېلابونو له امله یې څاروي تلف شوي وو، له سروې وروسته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ۲۰ زره افغانۍ ترلاسه کړې.