په ننګرهار ولایت کې طوفانونو ځاني او مالي زیانونه اړولي, د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې سرپرست زیانمنو سره د خواخوږۍ لپاره یاد ولایت ته سفر وکړ

ننګرهار- د محرم 10-1446/ د چنګاښ 26-1403
محترم الحاج ملا نورالدین ترابي, د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې سرپرست, تېره ورځ په ننګرهار ولایت کې د طوفانونو له امله زیانمنو ته د رسېدنې لړۍ د مدیریت په موخه, نن ورځ د روان کال د محرم په 10 نېټه د یو پلاوي په ملتیا یاد ولایت ته سفر وکړ.
محترم الحاج ترابي صاحب د پېښو بر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې سرپرست, په داسې حال کې چې محترم مولوي سعید احمد بنوري د د ننګرهار ولایت مرستیال والي, محترم الحاج ملاجانان سایق د اطلاعاتو او عامه اړیکو رییس, محترم مولوي سیف الله خالد د یاد ولایت پېښو سره د مبارزې رییس یې ملتیا کوله, د پېښې له امله زیانمنو سیمو څخه یې لیدنه وکړه او شهیدانو ته یې له خدای ج څخه جنت الفردوس او ټپیانو ته د بېړنۍ شفا په غوښتنې سره د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا پیغام هم بیان کړ.
ورته مهال, د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې سرپرست, د 7 کسانو شهیدانو او 2 ټپیانو ورثه ته 8 سوه زره افغانۍ ووېشلې او ویې وېل چې, دا مرستې نشې کولاۍ د شهیدانو ځاۍ ونیسي او یوازې د خواخوږۍ او غمشریکي په توګه زیانمنو ته ورکړل شوې, نوموړي زیاته کړه چې له مرکز څخه د خوراکي او غیرخوراکي مرستو جوپې هم دغه ولایت ته را روانې دي او د پېښې له امله ټولو زیانمنو ته به رسېدنه وشي.
همدارنګه د نغدي مرستو ترلاسه کونکي د اسلامي امارت له مسوولینو څخه د مننې ترڅنګ خوښۍ څرګنده کړه او د نورو مرستو غوښتنه یې هم وکړه.
په پای کې ښاغلي ترابي صاحب, د ننګرهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست له ګدامونو څخه هم د لیدنې ترڅنګ مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.
