په ننګرهار ولایت کې د پېښو خطرونو کمولو، وقایې او ځواب وینې ورکشاپ ترسره شو

rahyab
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۶ - ۹:۷
news image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د HHRD موسسې سره په همکاري، د ننګرهار، لغمان، کونړ، نورستان ولایاتو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاستونو کارکونکو او د یادې موسسې رضاکارانو لپاره په ننګرهار ولایت کې "د پېښو خطرونو کمولو، وقایې او ځواب وینې" ترنامه لاندې درې ورځنۍ ورکشاپ ترسره کړ. 
په دغه درې ورځنۍ ورکشاپ کې د پېښو او ډولونو په اړه یې، د طبیعي پېښو لکه، سېلاب، د ځمکې ښوېدنه، د واورې ښوېدنه، زلزله، د ډبرو ښوېدنه، اورلګېدنه او د بیولوژیکي پېښو او اغېزو په اړه یې خبرې وشوې.
د یادونې وړ ده چې، د یادې موسسې لخوا د ننګرهار، لغمان، نورستان او کونړ ولایتونو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاستونو لپاره د لټون او ژغورنې یو کېټ هم ووېشل شو. 
د دغه ورکشاپ موخه په اضطراري حالاتو کې د بېړنیو اقداماتو لپاره د ولایتي کارکونکو د پوهاوي کچې لوړول ده. 

نېټه: ۳/۴/۱۴۴۶
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۲:۴
Background image

د بلخ ولایت له پېښو سره  مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۳۹ مستحقو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت مقام په لارښوونه، د دې ولایت د مزار شریف ښار بېلابېلو ناحیو او ولسوالیو اړوند ۱۳۹ مستحقو کورنیو ته تر سروې وروسته خوراکي مرستې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۵:۲۱
Background image

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۶۷ بېځایه شویو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، په یاد ولایت کې د وروستیو جګړو له امله ۳۶۷ بېځایه شویو کورنیو ته په منوره ولسوالۍ کې له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.

په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۳۳
Background image

د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۶۰ بېځایه شویو کورنیو ته غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د PU-AMI موسسې په مالي ملاتړ، د یاد ولایت په ډنډ پټان او څمکنی ولسوالیو کې د وروستیو جګړو له امله بېځایه شویو او مرکز ګردیز کې په لنډ. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .