په سمنګان ولایت کې د اورلګېدنې له امله یوې زیانمنې کورنۍ ته خوراکي مرستې ووېشل شوې
د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست, د ایبک ښار په جګه بانده کلي کې یوې کورنۍ ته چې تېره ورځ په ګاراج کې د برق شارټي له امله رامنځته شوې په اورلګېدنې سره یو عراده موټر او ټول وسایل یې سوځېدلي و, یادې کورنۍ ته خوراکي مرستې ووېشلې.
دې کورنۍ ته په بېړنۍ توګه 200 کیلو اوړه, 100 کیلو وریجې, 10 لیټره غوړي, 24 کیلو مکروني او یو کارټن مګي آش ووېشل شو.
نېټه: 1446/4/19
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره