په افغانستان کې د چین هېواد د سفارت او سوداګرو لخوا د کونړ ولایت له زلزله ځپلو سره شوې نغدې مرستې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې ته د یو رسنیز کنفرانس په ترڅ کې وسپارل شوې

نن مازدیګر د سې شنبې په ورځ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د مالي او اداري عمومي رییس، محترم الحاج مولوي محمد علم عالمیار په افغانستان کې د چین هېواد له شارژدافیر ښاغلي باؤ شوهوي څخه د یاد هېواد د سفارت او سوداګرو له لوري د کونړ ولایت له زلزله ځپلو سره شوې نغدې مرستې د یو رسنیز کنفرانس په ترڅ کې ترلاسه کړې.
ښاغلي عالمیار صاحب راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، چې موږ د چین هېواد له همکاریو او مرستو څخه ځانګړې مننه کوو او د چین هېواد د افغانستان یو ښه دوست او ګاونډی هیواد دی او تل یې زموږ له ولس سره په بد وخت کې مرستې کړې دي او موږ په هره برخه کې د یاد هېواد سره دوستانه اړیکې لرو.
محترم عالمیار صاحب وویل، چې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس دا مهال له خپل تخنیکي او مجهزو ټیمونو سره په زلزله ځپلې سیمه کې شتون لري او زیانمنو ته د لټون، ژغورنې او مرستو رسولو په چارو بوخت دی. نوموړي وویل چې د افغانستان اسلامي امارت زلزله ځپلو ته د مرستو رسولو په موخه خپل ټول امکانات په کار اچولي او له ټولو ملي او نړیوالو مرستندویه سازمانونو سره مو هم زیانمنو ته د رسېدنې په اړه بشپړه همغږۍ کړې ده.
ورپسې، د دې ادارې د دفتر رییس محترم مولوي صاحب فضل الباري جواد، له یاد پلاوي څخه د غمشریکۍ له امله مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې له چین هېواد څخه د وروستیو زلزله ځپلو لپاره په روغتیایي، خوراکي، غیر خوراکي، موقتي او دایمي سرپنا جوړولو برخه کې د چټکو مرستو د کولو غوښتونکي یو.
په دوام یې، د دې ادارې د مقام سکرتر، محترم ملا سید احمد عثماني هم د چین هېواد د سفارت او شرکتونو له مسؤلینو څخه، له زلزله ځپلو سره د مرستو د کولو له امله مننه او د ورته نورو مرستو غوښتنه وکړه.
همداراز، د نړیوالو اړیکو ریاست آمر برهان الدین شینواري وویل، چې د افغانستان لپاره د چین سفارت لومړنی سفارت دی، چې له موږ سره یې د کونړ د غمیزې په پار غمشریکي وکړه او مرستې کولو ته یې چمتووالی وښود، نو له همدې امله ورڅخه د زړه له تله منندوی یو.
په همدې حال کې، د چین شارژدافیر ښاغلي باؤ شوهوي د افغانستان له خلکو سره په وروستۍ غمیزه کې ځان شریک وباله او ویې ویل، چې د چین هېواد ولسمشر هم د آسیا هېوادونو د ولسمشرانو په غونډه کې له زلزله ځپلو سره خواخوږي څرګنده کړې ده او همدا راز یې وویل چې زموږ د بهرنیو چارو وزارت هم دا اعلامیه خپره کړې ده چې په دې سختو حالاتو کې باید د افغانستان له زلزله ځپلو سره مرستې ترسره شي.
همدرانګه ښاغلي باؤ شوهوي، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې ته د چین هېواد د سفارت د ډیپلوماټانو او په افغانستان کې د یاد هېواد د شرکتونو لخوا شوې څلوېښت زره او اته سوه او لس (۴۰,۸۱۰) ډالره نغدې مرستې وسپارلې.
د یادونې وړ ده، چې په افغانستان کې د چین هېواد د شرکتونو مسؤلینو وویل، چې نن شپه به زموږ لخوا په دوو لویو موټرونو کې د کونړ ولایت زلزله ځپلو سیمو ته مرستې ولېږدول شي او زیاته یې کړه چې د زلزله ځپلو لپاره نورې خوراکي او غیرخوراکي مرستې هم د برابرېدو په حال کې دي.
په پای کې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د مالي او اداري عمومي رئیس لخوا د چین هېواد شارژدافیر او د شرکتونو مسؤلینو ته ستاینلیکونه ورکړل شول او د هغوی له مرستو او همکاریو څخه یې مننه او قدرداني وکړه.
نیټه: ۱۴۴٧/٣/۹ ه. ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره