له پېښو سره د مبارزې ملي ادارې ۵۸ رضاکاران د درې ورځني روزنیز ورکشاپ څخه فارغ شول

rahyab
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۳ - ۹:۱۳
news image

نن ورځ دوشنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې ۵۸ رضاکاران د لومړنیو روغتیایي مرستو او لټون او ژغورنې عملیاتو د درې ورځني ورکشاپ څخه، چې په کابل کې د ادارې په نوښت او د آغا خان پراختیایي شبکې (AKDN) په همکارۍ ترسره شو، فارغ شول.
د ورکشاپ په اختتامیه غونډه  کې، د ادارې د اطلاعاتو او نشراتو رئیس، محترم حافظ محمد یوسف حماد د رضاکارۍ پر اهمیت خبرې وکړې او د آغا خان بنسټ له همکارۍ څخه یې مننه وکړه. د بهرنیو اړیکو آمر، محترم برهان‌الدین شینواری، د رضاکارانو ټیمونو د جوړولو پر اړتیا یې ټینګار وکړ، چې د ادارې د سرپرست، محترم ترابي صاحب، له لوري تل یاده شوې ده. 
همداراز، د آغا خان بنسټ د بیړني حالت څانګې رئیس، محترم سید احمد سهیم، د دواړو ادارو د همکارۍ ستاینه وکړه او د روغتیایي وسایلو او حفظ الصحې کڅوړو د ورکړې ژمنه یې وکړه.
د ظرفیت لوړونې مسؤول، محترم نورآغا صاحب‌زاده، د رضاکارۍ شرعي اهمیت روښانه کړ او د رسول الله (ص) حدیث یې یاد کړ، چې خدای د هغو مرسته کوي، چې د نورو سره مرسته کوي. په همدی حال کې، یو رضاکار، حاجي امان‌الله، د ورکشاپ د بریالیتوب او د ادارې او آغا خان بنسټ د همکارۍ ستاینه وکړه او ورکشاپ یې د درې میاشتو روزنې په څېر ګټور وباله.
د دغې برنامي په پای کې ټولو رضاکارانو ته د فراغت سندونه ورکړل شول. 
د دغه پروګرام موخه په سیمی کې د پیښو د معلوماتو رسولو، لومړنیو مرستو او ژغورنې عملیاتو ملاتړ دی، چې د کابل د ولسوالیو او ناحیو رضاکاران پکې شامل دي. 
د یادونې وړ ده چي د ادارې د سرپرست په لارښوونه، رضاکارانو ته خوراکي توکي لکه اوړه، وریجې، غوړي او مالي مرسته هم ووېشل شوه.

نېټه: ۱۴۴۷/۲/۱۰ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۳
Background image

په پروان ولایت کې ۳۳ قلمه ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول له منځه یوړل شول

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د ډافا ماین‌پاکۍ مؤسسې نهمې شمېرې ټیم د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په ازباشې اولیا کلي کې د ناچاوده توکو د پلټنې او پاکولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې ۱۳۶۷۶ متره مربع سیمه له ماینونو او ناچاوده توکو څخه پاکه او خوندي شوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د DRC مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک پر بنسټ او د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او همکارۍ د DRC مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .