له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې هیئت ۵ تنه مرکزي کارمندانو د ترابی صاحب په هدایت د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست څخه د څارني او ارزوني په موخه د دوو ورځو په موده کي کتنه وکړه.

rahyab
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۲ - ۲۱:۱۸
تصویر خبر

د پنج شنبي او شنبي  په ورځو کي له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې ۵ کسیز هیئت  چي د څارني او ارزونې ریاست څخه د ارزوني امر، د خطر د مخینوي او کمولو ریاست څخه دپېښو د خطرونو کمولو کار پوه، د بیړینو حالتو د ریاست څخه د اسنادو د ثبت مدیر، د کارکونکو د چارو ریاست څخه د پلان جوړني مدیر او دنشراتو او عامه اړیکو ریاست څخه د کلیپونو جوړولو او عامه پوهاوي مدیر د څارني او ارزوني، د کارونو د لا شفافیت او پرمختګ په موخه د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست څخه کتنه وکړه. 
دا څارنه او ارزونه چي دوې اونۍ وړاندي د ترابي صاحب په هدایت ۳۳ ولایتونو څخه شروع شوې ده  د زونونو په حساب هر زون ته ۵ کسیز هیئت لیږل سوی دی  چي و به وکولای سي چي د ولایتي ریاستونو په کارونو کي  به پوره شفافیت، پرمختګ او چټکتیا راولي او ټول کارمندان  به د خپلو لایحو او کاري پلانونو مطابق کارو ته متوجې کړي تر څو  اولس ته غوره او پر وخت خدمتونه وکړي.
جنوب غرب زون ته  ته استول شوی ۵ کسیز هیئت وایې چي  موږ د ددو ورځو په موده کي د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ټولو شعاباتو، کارونو، دوسیو، ګدام او اسنادو څخه څارنه وکړه او د ټولو کارمندانو څخه مو د دندو د لایحو او کاري پلان پوښتنه وکړه او ټولو ته  مو سپارښتنه وکړه چي خپل کارونه پر وخت خلاص کړي او ټولو کارمندانو ته توصیه وشوه چي  هغه اسنادونه د ځان سره وساتي چي د مرکزي ادارې څخه ورته راځي.

نیټه: ۱۴۴۶/۹/۲ هــ ق 
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۳
Background image

په پروان ولایت کې ۳۳ قلمه ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول له منځه یوړل شول

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د ډافا ماین‌پاکۍ مؤسسې نهمې شمېرې ټیم د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په ازباشې اولیا کلي کې د ناچاوده توکو د پلټنې او پاکولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې ۱۳۶۷۶ متره مربع سیمه له ماینونو او ناچاوده توکو څخه پاکه او خوندي شوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د DRC مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک پر بنسټ او د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او همکارۍ د DRC مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .