له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې مرستیال د خوست، پکتیا او لوګر ولایتونو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاستونو له فعالیتونو څخه لیدنه وکړه

rahyab
یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳۱ - ۱۶:۱۷
تصویر خبر

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د سرپرست د حکم پر بنسټ، د یادې ادارې د پېښو چارو د همغږۍ مرستیال، محترم الحاج ملا عبدالولي څارنوال(حاجي وارث)، د یو تخنیکي پلاوي په ملتیا د پکتیا، خوست او لوګر ولایتونو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاستونو د فعالیتونو د څارنې او ارزونې په موخه یادو ولایتونو ته سفر وکړ. 
نوموړی، د دی سفر په پیل کې لومړی خوست ولایت ته ورسېد او د یاد ولایت له مرستیال والي سره یې وکتل او د خپل سفر د موخې د بیانولو ترڅنګ یې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ولایتي کمېټې ترمنځ د همغږۍ پر پیاوړتیا ټینګار وکړ. 
د پېښو چارو د همغږۍ مرستیال، د خوست ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست څخه هم لیدنه وکړه، او د یاد ریاست لپاره د اداري ودانۍ ساختماني کارونه او د یاد ریاست ورځني کارونه  یی هم   وڅېړل، نوموړي، د اداري ودانۍ د ساختماني چارو پر وخت او ښه کیفیت سره پر بشپړېدو ټینګار وکړ او یاد ولایت له مقام څخه یې د اداري ودانۍ پر ساختماني چارو د څارنې غوښتنه وکړه. همداراز، نوموړي په ساختماني چارو کې شته د نیمګړتیاوو د ژر تر ژره د حل په اړه مسؤلینو ته لازمې لارښوونې وکړې.   
له هغه وروسته، محترم ملا عبدالولي څارنوال، پکتیا ولایت ته سفر وکړ او د یاد ریاست له مسؤلینو سره یې په کتنه کې د هغوی کاري راپورونه، ستونزې او وړاندیزونه واورېدل. د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست مسؤلینو د محترم څارنوال صاحب له راتګ څخه مننه وکړه او په یاد ولایت کې د پېښو رامنځته کېدو پر مهال د خلکو اړتیاوو ته د رسېدنې په موخه خپلې اړتیاوې او وړاندیزونه شریک کړل. ورته مهال د پېښو چارو د همغږۍ مرستیال د یاد ریاست مسؤلینو ته د هغوی د اړتیاوو پوره کولو او له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې له سرپرست سره د هغوی د وړاندیزونو شریکولو په اړه ډاډ ورکړ.
په پای کې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د پېښو چارو د همغږۍ مرستیال، لوګر ولایت ته ولاړ او د یاد ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست څخه یې لیدنه وکړه او د ریاست د فعالیتونو په اړه یې د مفصل راپور له اورېدو وروسته د هغوی فعالیتونه وستایل او په یاد ولایت کې یې د پېښو له امله زیانمنو ته د رسېدنې لپاره د کارونو پر چټکتیا ټینګار وکړ. نوموړي ډاډ څرګند کړ چې د افغانستان اسلامي امارت په ځانګړې توګه له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې مشرتابه د هېواد په کچه د طبیعي او غیر طبیعي پېښو په برخه کې د خلکو ستونزو ته د رسېدنې په برخه کې ځانګړې پاملرنه کوي او د هېوادوالو د اړتیاوو پوره کولو او د هغوی لپاره د لا زیاتو آسانتیاوو په برابرولو کې به د هر ډول امکاناتو څخه ګټه واخلي او له هغوی څخه به هېڅ ډول مرستې و نه سپموي.

نېټه:۱۴۴۶/۱۰/۲۲ هــ ق
له پېښو سره مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۲:۵۹
Background image

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۹۲ مستحقو او زیانمنو کورنیو ته نغدې، خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د نه آنلوس مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې ریاست د یادې موسسې په ملاتړ او له شته امکاناتو په ګټې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۲:۲۳
Background image

د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د دې ولایت په مرکز اړوند د سیند د بیستر د پاکولو چارې پیل کړې

د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت د مرکز اړوند په بسراق سیمه کې د تېرو سیلابونو له امله له خاورو او ډبرو څخه د ډک شوي سیند د بستر د پاکولو چارې پیل کړې.

. . .
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۲۶
Background image

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست څو وقایوي پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارلې

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د سېلابونو د کنټرول او مخنیوي په موخه د کډوالو په ښارګوټي او د ښار په اوومه ناحیه کې څو وقایوي پروژې بشپړې کړې او ګټې اخیستنې ته یې. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .