له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د اداري ودانۍ لپاره ځانګړې شوې ځمکه وکتله

rahyab
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۳ - ۱۷:۱۷
تصویر خبر

نن سهار د یکشنبې په ورځ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، کونړ ولایت ته د سفر پر مهال له هغې ځمکې څخه لیدنه وکړه، چې د یاد ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د اداري ودانۍ د جوړېدو لپاره ځانګړې شوې ده.
محترم ترابي صاحب د دې ځمکې د کتنې پر مهال وویل، چې د اداري ودانۍ جوړېدل خلکو ته د خدمت رسونې په بهیر کې ګټور تمامېږي او د کارکوونکو لپاره به زیاتې اسانتیاوې رامنځته کړي. نوموړي زیاته کړه چې د اداري د ودانیو د جوړولو چارې په پنځو ولایتونو کاپیسا، میدان وردګ، کندهار، سمنګان او خوست کې په عملي ډول پر مخ روانې دي.
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس ټینګار وکړ چې اداري ودانۍ باید ښار ته نږدې او په داسې ځای کې جوړه شي چې خلک په اسانۍ سره لاسرسی ورته ولري.

نېټه: ۱۴۴۷/۳/۲۱ هـ ق
د پېښو سره د مبارزې د آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۳
Background image

په پروان ولایت کې ۳۳ قلمه ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول له منځه یوړل شول

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د ډافا ماین‌پاکۍ مؤسسې نهمې شمېرې ټیم د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په ازباشې اولیا کلي کې د ناچاوده توکو د پلټنې او پاکولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې ۱۳۶۷۶ متره مربع سیمه له ماینونو او ناچاوده توکو څخه پاکه او خوندي شوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د DRC مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک پر بنسټ او د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او همکارۍ د DRC مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .