له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس د پېښو مدیریت د ستراتیژیک پلان د معرفت، شننې، تجزیې او عملي تطبیق په پروګرام کې ګډون او وینا وکړه

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۸ - ۱۶:۵
تصویر خبر

نن ورځ د سه شنبې په سهار، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابی، په داسې حال کې چې د مالي او اداري عمومي رئیس، محترم الحاج مولوي محمد علم عالمیار، د ادارې مرکزي رئیسانو او کارپوهانو، په آسیا کې د نړۍ ټولنیزو خدمتونو د موسسې(CWSA ) رئیس او مسوولینو او د رسنیو استازو ګډون درلود، د پېښو مدیریت د ستراتیژیک پلان (۲۰۲۵–۲۰۲۹) د معرفت، شننې، تجزیې او عملي تطبیق په پروګرام کې ګډون او وینا وکړه.

په دې پروګرام کې، محترم ترابی صاحب په مدیریت کې د اخلاص او مسلکي پوهې پر اهمیت ټینګار وکړ او څرګنده یې کړه چې یوازې ژمنتیا بسنه نه کوي، بلکې د اړوندو چارو او اسنادو سره بشپړه آشنایي درلودل هم اړینه ده. هغه ټولو مسؤلینو ته لارښوونه وکړه چې ستراتیژیک پلان په دقت سره مطالعه کړي او د هرې مادې تطبیق په خپلو اړوندو برخو کې تعقیب کړي.

همدارنګه، د ادارې لوی رئیس وویل چې دا پلان د اړوندو بنسټونو سره په مشوره چمتو شوی او په دې بهیر کې د CWSA مؤسسې همکاري هم مهمه ونډه درلوده. هغه زیاته کړه چې د ادارې د کاري لارې د روښانتیا لپاره ټول تقنیني اسناد بشپړ شوي او په ټولو کچو کې شتون لري.

په ورته وخت کې، د پلان او پالیسۍ رئیس، ملا محمد جاوید عباس، د دې سند چمتو کولو د بهیر او اهمیت په اړه خبرې وکړې او پلي کول یې مهم وباله. 

همدارنګه، دCWSA رئیس، محمد شریف هاشمي وویل چې دا سند د جاپان د خلکو د بنسټ په مالي ملاتړ، د هېواد دننه د متخصصینو او پوهنتونونو د استادانو په نظریاتو جوړ شوی او په ډېر دقیق ډول چمتو شوی دی.

دا پروګرام د محترم حبیب‌الله فرهنګ، محترم مهدی حمیدی، او استاد محمد روکي عمري لخوا د ستراتیژیک پلان د لرلید، اهمیت، عملي تطبیق، محتوا او موخو په اړه د پرزینټېشنونو په وړاندې کولو سره پای ته ورسېد.

نیټه: ۱۴۴۷/۰۸/۲۹ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۶:۱۹
Background image

د خوست ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۷۰۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د خوست ولایت له پېښو سره د مبارزې او امادګۍ ریاست له خپلو امکاناتو په ګټې اخیستنې او د UNICEF دفتر په ملاتړ، د یاد ولایت اړوند ۷۰۰ کورنیو ته چې د وروستیو سیلابونو له امله زیانمنې شوې وې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۵:۲۲
Background image

د بغلان ولایت په مرکز پلخمري او بغلان جدید ولسوالۍ کې ناچاوده توکي کشف او خنثی شول

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د ماین پاکۍ د انسجام او همغږۍ ریاست د همغږۍ پر بنسټ، د MCPA ماین پاکۍ موسسې QRT-01 تخنیکي ټیم، چې مالي ملاتړ یې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۴:۲۴
Background image

د غور ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۵۲ سېلاب ځپلو کورنیو ته غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د غور ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) په مالي ملاتړ، د یاد ولایت د مرغاب او چهار سده ولسوالیو ۲۵۲ سېلاب ځپلو کورنیو ته، تر سروې وروسته غیرخوراکي. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .