له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس د هېواد له اوولسو ملي سوداګرو څخه چې د کونړ د وروستۍ زلزلې له زیانمنو سره یې مرسته کړې وه ستاینه وکړه

rahyab
یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۳ - ۹:۵۶
news image

نن د شنبې مازیګر، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس, محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د هېواد له هغو اوولسو ملي سوداګرو سره، چې د کونړ ولایت د وروستۍ زلزلې له زیانمنو سره یې د دې ادارې له لارې مرستې کړې وې, په خپل کاري دفتر کې وکتل او له هغوی څخه یې قدرداني او ستاینه وکړه.
په دې ناسته کې محترم ترابي صاحب وویل, چې د هېواد د سوداګرو پر وخت او مسؤلانه مرستې د طبیعي پېښو له زیانمنو سره د ملي یووالي او د خلکو پر وړاندې د مسؤلیت څرګندونه ده. هغه زیاته کړه چې اداره هڅه کوي ترڅو د خیر ښېګڼې او د زیانمنو د ملاتړ دغه بهیر په ټول هېواد کې لا پیاوړی او عملي کړي او د همدې لپاره نن له یو شمېر سوداګرو څخه چې د کونړ له زلزله ځپلو سره یې مرستې کړې دي,   ستاینه کېږي.
په غونډه کې د هېواد یو تن ملي سوداګر ښاغلي سید احمد سیلاب د نورو سوداګرو په استازیتوب خبرې وکړې او د ادارې له قدردانۍ یې مننه وکړه. هغه ډاډ ورکړ چې ملي سوداګر به تل د زیانمنو خلکو د ملاتړ او له ادارې سره د همکارۍ لپاره حاضر وي. نوموړي زیاته کړه چې له زیانمنو سره مرسته کول ایماني او وجداني مسؤلیت دی او هڅه به وکړي چې تل د ستونزو پر مهال له خلکو سره ودرېږي.
په پای کې د دغو سوداګرو د مرستو او همکارۍ د ستاینې په پار له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس هر یوه ته جلا ستاینلیک ورکړ. همدارنګه، سوداګرو د درناوي په دود محترم ترابي صاحب ته تحایف ورکړل او د عزت په نښه یې د نوموړي پر اوږه چپن کېښود.

نېټه: ۱۴۴۷/۴/۱۱ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

news image

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۲:۲۸
Background image

د بامیان ولایت په مرکز کې د چکډېمونو او خوړونو جوړولو د ۶ پروژو چارې پیل شوې

د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د استوګنې لپاره د آغاخان موسسې (AKAH) په مالي ملاتړ، د سېلابونو له امله د رامنځته کېدونکو خطرونو د کمولو په موخه د دې ولایت د مرکز په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۹:۲۸
Background image

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۷۲ مستحقو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د ARCIO موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، چې د پروژې تمویل کوونکی یې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) دی، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۵:۵۷
Background image

د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۸۳ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په غورماچ او بالامرغاب ولسوالیو کې د سېلابونو او اورلګېدنې له امله ۸۳ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.

. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .