له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست په کابل کې د رضاکارانو ورکشاپ پرانست

rahyab
شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۱ - ۱۵:۷
تصویر خبر

نن د شنبې ورځ، په کابل کې د رضاکارانو ورکشاپ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې په نوښت او د آغا خان پرمختيايي شبکې (AKDN) په همکارۍ، د ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدين ترابي او د AKDN سفير ډاکټر نجم‌الدين نجم په شتون کې پرانيستل شو.
ښاغلې ملا نورالدين ترابي وويل،  چي دا پروګرام د کابل او ولايتونو په کچه د طبيعي پېښو پر وړاندې د چټکې او اغېزمنې ځواب وينې لپاره جوړ شوی دي او په راتلونکي کې به نورو ولايتونو ته هم وغځول شي. نوموړي زياته کړه، دغه ټيمونه به د پېښو منفي اغېزې کمې او د مرستو بهير منظم کړي، چې دا د ټولنيز يووالي او مقاومت لپاره مهم ګام دی.
دغه رضاکاران به د پېښو د معلوماتو ورکولو او لومړنيو مرستو رسولو په برخو کې فعاليت کوي، چې موخه يې د عامه پوهاوي لوړول او د زيانونو کمول دي.
د AKDN سفير ډاکټر نجم وويل، دوی د پېښو د مديريت وړتيا لوړولو لپاره له دې ادارې سره نږدې همکاري لري او دا نوښت يې د چټکې ځواب وينې لپاره مهم بللی. هغه ژمنه وکړه چې AKDN به د رضاکارو ټيمونو په روزنه او ملاتړ کې برخه واخلي او هيله‌مند دی چې دا پروژه به د نورو ولايتونو لپاره بېلګه شي.
په پای کې، دواړو خواوو ژمنه وکړه چې همکاري به دوامداره پياوبړي او په نورو ولايتونو کې به ورته ټيمونه جوړ کړي.

نېټه: ۱۴۴۷/۲/۸ هـ ق  
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام له رئیس سره وکتل

نن ورځ د سه‌شنبه سهار، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، په خپل کاري دفتر کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام (UNDP) له رئیس، سټیفن. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۵ - ۱۲:۵
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د آذربایجان هېواد د بېړنیو حالاتو وزارت ترمنځ د دوه‌اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا په موخه آنلاین غونډه ترسره شوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د تخنیکي کمېټې مسؤل محترم برهان‌الدین شینواري او د ماین پاکۍ چارو ستر سلاکار محترم ډاکټر ایمل صافی او د آذربایجان هېواد د بېړنیو حالاتو وزارت. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۵ - ۱۰:۸
Background image

د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۱,۵۸۶ کورنیو ته نغدې او خوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د هنګري موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې, د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ, د دې ولایت په. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .