له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست د امارتي مسؤلینو او موسسو په شتون کې د پېښو د مدیریت پنځه کلن ستراتیژیک پلان مخکتنه وکړه

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۶ - ۱۷:۹
news image

نن سهار، د سې شنبې په ورځ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي، د امارتي ادارو او د مرستندویو موسسو د مسؤلینو په شتون کې د پېښو د مدیریت پنځه کلن ستراتیژیک پلان مخکتنه وکړه.
دغه پروګرام چې د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو، د کورنیو چارو  ، د بهرنیو چارو  ، ملي دفاع، عامې روغتیا، ټولګټو، کرنې او اوبو لګولو، کانونو او پټرولیم، پوهنې، ښار جوړونې، اقتصاد، مالیې، کډوالو، حج او اوقافو ، د مخابراتو وزارتونو، د سرې میاشتې، چاپېریال ساتنې ، د احصایې او معلوماتو ادارو  ، د کابل پوهنتون استادانو،   د IOM، UNICEF، KING Salman، IFRC، CWSA، REHA، NAMA موسسو، اروپایي ټولنې او د آغا خان بنسټ استازو پکې ګډون کړی و.
په پیل کې، د CWSA موسسې استازي عبدالرحمن هاشمي، د پروګرام په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل چې دغه مؤسسه د مخکیني او اوسني ستراتیژیک پلان په چمتو کولو کې همکاره وه او له دې ادارې سره به خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي.
په همدې حال کې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست د مېلمنو تود هرکلی وکړ او له REHA او CWSA موسسو څخه یې د پلان د ترتیب په برخه کې د همکارۍ له امله مننه وکړه. نوموړي زیاته کړه چې د پنځه کلن ستراتیژیک پلان ترتیب د بېلابېلو پړاوونو څخه تېر شوی او د ټولو اړوندو امارتي ادارو او همکارو موسسو نظرونه پکې شامل شوي دي.
ترابي صاحب وویل چې دغه پلان د پنځو اساسي برخو لکه، د وقایې او د خطرونو کمول، چمتووالی، ځواب وینی، بیا رغونی، او د ماین پاکۍ عملیات په درلودو سره جوړ شوی. نوموړي ټینګار وکړ چې دا اداره یو بشري سازمان دی او باید له سیاسي مسایلو پرته خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي. همداراز، نوموړي له مرستندویو موسسو  څخه وغوښتل چې لکه څرنګه یې د پلان په ترتیب کې له موږ سره همکاري کړې، د پلي کولو په برخه کې یې هم همکاري وکړي او اداره یوازې پرې نږدي.
نوموړي د ادارې د شفافیت او چټک کار ډاډ ورکړ او څرګنده یې کړه چې له موسسو سره نږدې اړیکې لري او غواړي چې دا اړیکې لا پیاوړې شي.
په همدې حال کې، د CWSA موسسې رئیس، تکاشي کمینو، د جاپان څخه په یوه ویدیویي پیغام کې د افغانستان او جاپان جغرافیایي موقعیتونه د طبیعي پېښو له اړخه ورته وبلل او ژمنه یې وکړه چې دا سازمان به د پېښو د مدیریت پنځه کلن ستراتیژیک پلان په پلي کولو کې همکاري وکړي.
په پای کې، له څو مهمو پریزنټیشنو وړاندې کولو وروسته، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي لخوا د پنځه کلن ستراتیژیک پلان مخکتنه وشوه.
او د یاد پلان کاپي IFRC ،OCHA اتحادیه اروپا سازمانونو استازو ته ورکړل شوې.
او غونډه د خیر په دعا سره پای ته ورسېده.

نېټه:۱۴۴۶/۸/۵
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

تصویر خبر

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۳۱
Background image

د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۰۳ سېلاب ځپلو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د NRC موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په همکارۍ، د دغه ولایت اړوند ۱۰۳ کورنیو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۲:۳۲
Background image

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په سروبي ولسوالۍ کې د ۸ کاریزونو د پاکولو او بیارغونې له بهیر څخه څارنه وکړه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د انټرساس مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوې هوکړه‌لیک له مخې، د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د سروبي ولسوالۍ د مسته‌چینې، فرمان، میاخېل، تنګي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۱:۵۴
Background image

د کندهار ولایت په شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې ناچاوده توکي کشف او خنثی شول

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د هیلو ټرسټ ماین پاکۍ مؤسسې د (QR-09) چټک غبرګون ټیم د کندهار ولایت د شاه ولیکوټ ولسوالۍ د المش کلي په سیمه کې ناچاوده توکي. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .