له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست د افغان پراختیایی خیریه لویې مؤسیسې د رئیس سره د ۳,۸۴,۹۵۰ (دري لکه څلور اتیا زره او نهه سوه یو پنځوس ) ډالرو په ارزښت تفاهم نامه لاسلیک سوه

rahyab
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۵ - ۲۱:۳۳
news imageeeeeeeeeeeeeee

نن ورځ دوشنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي  د افغان پراختیایی خیریه لویې مؤسیسې د رئیس عبیدالله همت او د اړیکو مسؤل انعام الله ارمان سره په خپل کاري دفتر کي وکتل.
ترابي صاحب راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او دیادې مؤسیسې څخه یی مننه وکړه چي زیانمنو کورنیو ته مرستي رسوي او تل باید کوښښ وسي چي ژمنۍ مرستي ونه ځنډول سي. 
همدا راز ترابي صاحب زیاته کړل چي موږ هڅه کوو چي مؤسیساتو ته اسانتیاوي رامنځ ته کړو او مؤسیسات هم باید په خپلو کارو کي شفافیت راولي او مرستي پر وخت تر زیانمنو خلګو ورسوي.
د افغان پراختیایی خیریه لویې مؤسیسې د رئیس عبیدالله همت دیادي ادارې د سرپرست څخه مننه وکړه چي تل یی زموږ سره همکاري کړي ده او موږ به یادي مرستي ژر تر ژره ورسوو.
دیادوني وړه چي د یادې تفاهم نامې له مخي به یې په بدخشان ولایت کي هغو ۹۴۳ بي وزلو کورنیو ته چي د ژمي لپاره د سون مواد او ګرمي جامې نلری هرې کورنی ته به ۲۷۴ امریکایی ډالره او یا د هغه معادل افغانی نغدي ورکول.
② هغو ۹۴۳ بي وزلو کورنیو ته د کمپلو ویشل؛ چي هرې کورنی ته به ۵ تختې کمپلي چی یوه تخته یې دوه نفرې او ۴ تختي نوری یې یو نفره دي  ورکړل شي چي د هري بستي ارزښت  ۵۷ امریکایی دالره ده.

نیټه: ۱۴۴۶/۸/۴ هــ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

تصویر خبر

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۳
Background image

په پروان ولایت کې ۳۳ قلمه ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول له منځه یوړل شول

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د ډافا ماین‌پاکۍ مؤسسې نهمې شمېرې ټیم د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په ازباشې اولیا کلي کې د ناچاوده توکو د پلټنې او پاکولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې ۱۳۶۷۶ متره مربع سیمه له ماینونو او ناچاوده توکو څخه پاکه او خوندي شوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د DRC مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک پر بنسټ او د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او همکارۍ د DRC مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .