له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست د غور ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست څخه لیدنه وکړه او د یاد ولایت له والي سره وکتل

نن ورځ سې شنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، دبامیان ولایت وروسته غور ولایت ته هم سفر وکړ او د یاد ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست څخه یې لیدنه او له کارونو یې څارنه وکړه.
محترم ترابي صاحب د یاد ریاست له هر کارکوونکي سره په جلا جلا توګه وکتل او د هغوی څخه یې ستونزې او مشورې واورېدلې او بیا یې ټول کارمندان پر وخت او اغېزمنو خدمتونو وړاندې کولو ته وهڅول.
همداراز، ترابي صاحب په غور ولایت کې د یادې ادارې له ګودام څخه هم لیدنه وکړه، او د خوراکي او غیرخوراکي توکو د ساتنې، د توکو د ترتیب برابرولو، نظم رامنځته کولو، او اړتیاوو ته په کتو اړمنو کسانو ته د اړینو توکو د وېش په اړه اړونده مسؤلینو ته لازمې لارښوونې وکړې. همداراز ېی د تقنینی سندونو او نورو مکتوبونو د ټولو دوسیو فایلینګ سستم یی تر نظر تیر کړ او د ټولو کارمندانو سره یی نغدۍ کومک وکړې.
د دې ترڅنګ، محترم ترابي صاحب د دې سفر په ترڅ کې د غور ولایت له والي، محترم مولوي حیات الله مبارک صاحب سره هم وکتل.
په دې کتنه کې دواړو لوریو د پېښو د مدیریت څرنګوالي، زیانمنو ته پر وخت رسېدنې، او د پېښو د خطرونو د کمولو په موخه د وقایوي پروژو د پلي کولو په اړه خبرې وکړې.
له هغه وروسته، د ادارې سرپرست د غور ولایت له مختلفو قومي مشرانو سره وکتل د هغوی ستونزې او وړاندیزونه یې واورېدل او په یاد ولایت کې د پېښو مدیریت په برخه کې د لا زیاتو کارونو ترسره کولو ژمنتیا وښوده. همدارنګه قومي مشرانو هم په دې برخه کې د خپلو همکاریو ژمنې شریکې کړې.
په پای کې ترابي صاحب په یاد ولایت کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند د یتیمانو مرکز څخه هم لیدنه وکړه او پر یتیمانو یې د شفقت ترڅنګ ووېل چې، د یتیم ماشوم لپاره د زدهکړو او سالم چاپېریال برابرول یوازې یو مسؤلیت نه، بلکې یوه انساني او شرعي وجیبه ده او اسلامي امارت دې برخې ته ځانګړې پاملرنه کړې ده. او همداراز ترابی صاحب دیتیمانو سره نغدی کومک هم وکړی
نېټه: ۱۴۴۶/۱۲/۰۶ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره