له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د مالي او اداري عمومي رئیس په پکتیا ولایت کې د نږدې شل میلیونه افغانیو په ارزښت د څو وقایوي پروژو د جوړولو بهیر پرانیست

rahyab
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۶:۲۳
تصویر خبر

تېره ورځ شنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د مالي او اداري عمومي رئیس، الحاج مولوي محمد علم عالمیار، د یو پلاوي په مشرۍ پکتیا ولایت ته سفر وکړ او د ولایت مقام د دفتر له رئیس، مولوي نورالله ممتاز او له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس، مولوي نثار احمد نجات سره یوځای د ځاځۍ آریوب ولسوالۍ ته ولاړ او هلته یې د څو وقایوي پروژو د پلي کولو بهیر رسماً پرانیست.
په دې سفر کې، محترم الحاج مولوي محمد علم عالمیار او ورسره پلاوي د سیمې له علماوو، قومي مشرانو، سپین‌ږیرو او عامو خلکو سره وکتل او د رسمي مراسمو په ترڅ کې یې په ځاځۍ آریوب او څمکنی ولسوالیو او مرکز ګردېز کې د څو حیاتي او وقایوي پروژو د جوړولو بهیر رسماً پیل کړ.
محترم الحاج مولوي محمد علم عالمیار په ځاځۍ آریوب ولسوالۍ کې، په دې لیدنې او د وقایوي او حیاتي پروژو د پرانیستې په مراسمو کې وویل، چې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د مشرتابه د ژمنې پر بنسټ، نن په ځاځۍ آریوب او څمکنی ولسوالیو او مرکز ګردېز ښار کې څو مهمې وقایوي پروژې پرانیستل کېږي.
د مالي او اداري عمومي رئیس زیاته کړه چې یادې پروژې د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) په مالي ملاتړ د ځاځۍ آریوب ولسوالۍ په درې کلیو کې پلي کېږي، چې د غونځۍ احمدخېل په کلي کې د ۷۶ متره په اوږدوالي سربند، په سرګل کلي کې د ۹۵۵ متره په اوږدوالي د اوبو کانال او په بربېلاوټ کلي کې د ۴۸۵ متره په اوږدوالي د اوبو کانال جوړولو پروژې په کې شاملې دي.
همداراز، د یاد ولایت د مرکز ګردېز په پل خوست کلي کې په د ۳۴۰ متره په اوږدوالي استنادي دیوال، په ملک خېل کلي کې به د ۵۲۰ متره په اوږدوالي د اوبو کانال او د څمکنی ولسوالۍ په ګرامي شګه کلي کې به د ۵۵ متره په اوږدوالي استنادي دیوال جوړ شي.
د دغو ټولو پروژو ټولیز ارزښت ۱۹,۸۲۹,۲۷۰ (نهه لس میلیونه او اته سوه نهه ویشت زره او دوه سوه او اویا) افغانۍ دی، چې په درې میاشتو کې به بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
نوموړي زیاته کړه چې د دغو پروژو له پلي کېدو څخه به شاوخوا ۳۰،۰۰۰ کورنۍ په مستقیم او غیرمستقیم ډول برخمنې  شي او د خلکو کرنیزې ځمکې او کورونه به د طبیعي پېښو له احتمالي خطرونو څخه خوندي پاتې شي.
هغه د کډوالۍ له نړیوال سازمان څخه مننه وکړه او له نورو مؤسسو یې وغوښتل چې د وقایوي پروژو د پلي کولو په برخه کې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سره همکاري زیاته کړي.
محترم عالمیار صاحب وویل، چې د دغو پروژو تر څنګ، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د لارښوونې له مخې به، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لخوا څو نورې پروژې هم په پکتیا ولایت کې پلي شي.
په دوام کې، د پکتیا ولایت مقام د دفتر رئیس، مولوي نورالله ممتاز، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د کډوالۍ له نړیوال سازمان څخه مننه وکړه او ویې ویل چې پکتیا یو له هغو ولایتونو څخه دی چې د طبیعي پېښو پر وړاندې ډېره زیانمنتیا لري او دا ډول پروژې د خلکو د ژوند او مال د ساتنې لپاره اساسي رول لري.
همداراز، د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس، مولوي نثار احمد نجات وویل، چې تېر کال په دغه ولایت کې پنځه وقایوي پروژې پلي شوې وې او د یادې ادارې مشرتابه ژمنتیا لري، چې د وقایوي پروژو په پلي کولو سره د پېښو خطرونه راکم کړي او بشري مرستې زیانمنو ته ورسوي. نوموړي زیاته کړه، چې د مرستو د وېش لړۍ دوام لري او دوی هر وخت د خلکو د ستونزو د حل لپاره چمتو دي.
ورپسې، د ځاځۍ آریوب ولسوال، مولوي رحمت‌الله حمیدي، یاد پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، چې د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه د خلکو لپاره د هوساینې او اساسي خدمتونو د برابرولو لپاره ژمنتیا لري او موږ غوښتنه کوو چې نورې پروژې دې هم په دې ولسوالۍ کې پلي شي.
په پای کې، د ځاځۍ آریوب ولسوالۍ قومي مشرانو هم له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د کډوالۍ له نړیوال سازمان څخه مننه او قدرداني وکړه او له اسلامي امارت او نورو همکارو بنسټونو یې وغوښتل چې د طبیعي پېښو پر وړاندې د دې ولسوالۍ زیانمنتیا ته لا زیاته پاملرنه وکړي او خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

نېټه: ۱۴۴۶/۱۲/۲۵ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۱:۲
Background image

د زابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ  ریاست ۴۲ سېلاب ځپلو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د زابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA)  په همغږۍ او د IOM، WFP، UNFPA، AYSO، ADA  او INTERSOS بنسټونو په مالي ملاتړ، د دغه ولایت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۰:۵۷
Background image

د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۳ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د دې ولایت په کهمرد ولسوالۍ کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله ۲۳ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۹:۳۵
Background image

د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۷۳ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې 

د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت په مرکز کې د وروستیو سېلابونو له امله ۷۳ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې. 

په دې لړۍ کې. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .