له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د سرپرست او د DRC موسسې رئیسې ترمنځ د ۱,۲۲۴,۲۴۲ ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه لاسلیک شوه

rahyab
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۹ - ۲۱:۱۰
news image

نن ورځ (دوشنبه) له ماسپښین وروسته، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي، د     DRC  مؤسسې له رئیسې دانیا الشریف او د هغې مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه یې ورسره لاسلیک کړه.
په دې ناسته کې، ترابي صاحب د DRC موسسې پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ څرګنده کړه چې موږ د موسسو د فعالیتونو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړې دي، د دوی کارونه په خپل وخت ترسره کوو، او له هغوی څخه هم غواړو چې خپل کارونه په چټکۍ او روڼتیا سره سر ته ورسوي.
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست د قرانکریم آیتونو ته په اشارې سره وویل چې د یو انسان د ژوند ژغورنه د ټول بشریت د ژغورنې په معنا ده. نوموړي د ماین پاکۍ له موسسې وغوښتل چې خپل فعالیتونه ګړندي کړي او ژر تر ژره په ماینونو‌ او ناچاودو توکو ککړې سیمې پاکې کړي، تر څو خلک له احتمالي خطرونو وژغورل شي.
وروسته، د DRC مؤسسې رئیسې، دانیا الشریف، د ادارې له سرپرست څخه د موسسو د فعالیتونو لپاره د مناسبو شرایطو د برابرولو له امله مننه وکړه او د دې موسسې د روانې پروژې په اړه یې معلومات وړاندې کړل. هغې وویل چې په دې پروژه کې د ماینونو او ناچاودو توکو د خطرونو په اړه د عامه پوهاوي، سروې او د ککړو سیمو د پاکولو برنامی شاملی دي.
د یادونې وړ ده چې دغه موسسه به د ۱,۲۲۴,۲۴۲(۱ میلیون، ۲۲۴ زره او ۲۴۲) ډالرو په ارزښت، په ماینونو او ناچاودو توکو ککړې ۲۲۴،۴۰۰ مترمربع سیمې سروې او پاکې کړي. دا فعالیتونه به په کابل، پروان، لوګر، میدان وردګ او غزني ولایتونو کې ترسره شي، چې ۴,۱۹۵ کسان به په مستقیم او غیر مستقیم ډول له دغو فعالیتونو څخه ګټه واخلي، او ۱۲,۹۶۰ کسانو ته به د ماین او ناچاودو توکو له خطرونو څخه د خوندیتوب په موخه عامه پوهاوی ورکړل شي.

نېټه:۱۴۴۶/۸/۱۸
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۳
Background image

په پروان ولایت کې ۳۳ قلمه ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول له منځه یوړل شول

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د ډافا ماین‌پاکۍ مؤسسې نهمې شمېرې ټیم د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په ازباشې اولیا کلي کې د ناچاوده توکو د پلټنې او پاکولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې ۱۳۶۷۶ متره مربع سیمه له ماینونو او ناچاوده توکو څخه پاکه او خوندي شوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د DRC مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک پر بنسټ او د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او همکارۍ د DRC مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .