له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د اطلاعاتو او عامه اړیکو نوی رئیس وټاکل شو

rahyab
شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۲۱:۴۳
news image

نن سهار (شنبه)، حافظ محمد یوسف حماد له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د سرپرست په وړاندیز او د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء عالي مقام د حکم پر بنسټ، د یادې ادارې د اطلاعاتو او عامه اړیکو د رئیس په توګه وټاکل شو.
په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې، نوموړی د مقام د دفتر رئیس مولوي فضل‌باري جواد او د مقام د دفتر د انسجام او همغږۍ آمر عبدالرب مبارک لخوا کارکوونکو ته معرفي شو او رسماً یې خپل کار پيل کړ.
د مقام د دفتر رئیس، اداري بدلونونه او تبدیلي په امارتي ادارو کې یو اصل وباله او حافظ محمد یوسف حماد ته یې د اطلاعاتو اوعامه اړیکو د رییس په توګه د نوې دندې مبارکي وویله. نوموړي ټینګار وکړ چې یاده اداره د امارت په چوکاټ کې د پېښو وقایه، د خطرونو کمولو، زیانمنو ته رسېدنه او د بیا رغونې په برخو کې د فعالیتونو د همغږۍ او انسجام مسؤلیت لري. همداراز، هیله یې څرګنده کړه چې د اطلاعاتو او عامه اړیکو د نوي رئیس په شتون سره به د دې برخې فعالیتونه لا اغېزناک شي.
ورپسې، حافظ محمد یوسف حماد د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه او له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د سرپرست له باور څخه مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې خپلې دندې به په پوره همکارۍ او مسؤلیت سره ترسره کوي.
همداراز، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د سرپرست په لارښوونه، تاج محمد همت د اطلاعاتو او عامه اړیکو د آمر، او عطا محمد معمارزاده د عامه پوهاوي د ویډیوګانو جوړولو د عمومي مدیر په توګه وټاکل شول.

نېټه:۱۴۴۶/۹/۱۵
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۱۴:۳۴
Background image

په پکتیکا ولایت کې ناچاوده توکي خنثی کړل شول

د پکتیکا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د همغږۍ له مخې د هلوټرسټ ماین پاکۍ نړیوالې موسسې تخنیکي ټیم، د یاد ولایت د شکین ولسوالۍ په شمس الدین چیني کلي کې له تېرو جګړو څخه پاتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۱۲:۷
Background image

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۷۶ اجباري راستنېدونکو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، ۱۷۶ کورنیو ته چې له پاکستان او ایران څخه په اجباري توګه را اېستل شوې وې، له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱ - ۱۶:۶
Background image

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۵۰ اړمنو کورنیو ته نغدي او غیر نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د رازي مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په ملاتړ، په فراه رود ولسوالۍ کې. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .