په پکتیکا ولایت کې ناچاوده توکي خنثی کړل شول

rahyab
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۱۴:۳۴
تصویر خبر

د پکتیکا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د همغږۍ له مخې د هلوټرسټ ماین پاکۍ نړیوالې موسسې تخنیکي ټیم، د یاد ولایت د شکین ولسوالۍ په شمس الدین چیني کلي کې له تېرو جګړو څخه پاتي شوي ۶ عدده بېلابېل ډول ناچاوده توکي کشف او په خوندي توګه خنثی کړل. 
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست مسؤلینو وویل، چې د چاودېدونکو توکو له امله د خلکو ځان او مال له خطر سره مخ وو، چې اوس مهال د دې ناچاوده توکو په پاکولو سره سیمه له خطر څخه پاکه او د سیمې اوسېدونکي له احتمالي مرګ ژوبلې او نورو زیانونو څخه خوندي پاتې شول. همدا راز، هغوی له خلکو څخه غوښتنه وکړه چې د هر ډول مشکوک یا چاودېدونکو توکو د لېدو په وخت کې دې ژر تر ژره د اړونده مسؤلینو سره د اړینو اقداماتو ترسره کولو لپاره اړیکه ونیسي.

نېټه: ۱۴۴۷/۰۳/۰۱
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۶:۵۱
Background image

د نورستان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۸۹ داخلي بېځایه شویو کورنیو ته غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د نورستان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د UNICEF دفتر په مالي ملاتړ، د یاد ولایت په کامدېش او برګمتال ولسوالیو کې د وروستیو جګړو له امله داخلي بېځایه شویو ۸۹ کورنیو غیرخوراکي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۴:۳۹
Background image

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۱۴ زیانمنو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په مالي ملاتړ، د یاد ولایت اړوند ۱۱۴ کورنیو ته چې د وروستیو قدرتي پېښو له امله زیانمنې شوې وې، د دوهم پړاو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۰:۵۹
Background image

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په شېګل ولسوالۍ کې د مانده او سېلابي لارې د پاکولو کار پیل کړ

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې پر بنسټ، د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت د شېګل ولسوالۍ د لچي په کلي. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .