له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د AAR Japan خیریه موسسې ترمنځ د ۵۰۲٫۲۹۶ (پنځه لکه دوویښت زره او شپږ نوي) ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه لاسلیک شوه

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۹ - ۲:۶
news image

نن ورځ سه شنبه له ماسپښین وروسته، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د AAR Japan  خیریه موسسې له رئیس محترم محمد بشیر باصر سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه یې ورسره لاسلیک کړه.
په دې ناسته کې محترم ترابي صاحب د یادې موسسې پلاوي ته ښه راغلاست ووېل او څرګنده یې کړه چې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې تل هڅه کړې چې د هغو موسسو سره همکاري وکړي چې په بشري چارو کې فعالیت کوي. هغه زیاته کړه چې له موسسو څخه تمه کوو ترڅو د زیاتو مرستو په جذب اومستحقینو ته یې په شفافه او پر وخت وېش کې لا زیاتې هڅې وکړي.
همدارنګه، د AAR Japan موسسې رئیس محمد بشیر باصر د ترابي صاحب له همکارۍ او د موسسو د ستونزو د هوارولو په برخه کې د هغه له جديت څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې د دې موسسې کارکوونکي په مرکز او ولایتونو کې له مرسته کوونکو ادارو سره بشپړه همکاري کوي.
د یادونې وړ ده چې د لاسلیک شوې تفاهم‌نامې له مخې به یاده موسسه د ۵۰۲٫۲۹۶ (پنځه لکه دوویښت زره او شپږ نوي) ډالرو  په ارزښت د کابل ښار او د زابل ولایت په شملزایي، شینکي، نرنګ او جلدک ولسوالیو کې د ماینونو او ناچاودو مهماتو د خطرونو په اړه د عامه پوهاوي پروګرامونه ترسره کړي، په دې توګه چې دغه پروژه درې اساسي برخې لري:
۱. په ټولنه کې د چاودېدونکو توکو په اړه د ښوونې او روزنې سیسټم رامنځته کول.
۲. د رسنیو او ښوونیزو موادو له لارې د ماینونو او ناچاودو توکو د خطرونو په اړه د عامه پوهاوي وړاندې کول.
۳.   په ټولنه کې د ماینونو او ناچاودو مهماتو د خطرونو په اړه د ښوونیزو فعالیتونو د اغېزمنتیا ارزونه.

نیټه: ۱۴۴۶/۷/۲۷
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

news image

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۵:۵۵
Background image

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په خاکجبار ولسوالۍ کې د کاریزونو د پاکولو او د خاورین چیک‌ډیمونو جوړولو له کار څخه څارنه وکړه

دا څارنه له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې پر بنسټ، د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې د آمادګۍ ریاست له لوري، د کابل ولایت مقام او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۵:۱۸
Background image

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د سالنګ ولسوالۍ په زیانمنو سیمو کې د سیلابي رسوباتو پاکولو او د محافظتي دېوالونو جوړولو کار پیل کړ

په همدې لړ کې، د باغ لالا کلي د ښوونځي لپاره د محافظتي دېوال د جوړولو پروژه د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ د رئیس، سیمه‌ییزو مسوولینو، قومي مشرانو او د سیمې د اوسېدونکو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۳۱
Background image

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۵۵۹ زیانمنو او داخلي بې‌ځایه شویو کورنیو ته غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د OCHR او OHW مؤسسو په مالي ملاتړ، په ناړی، غازي آباد، ډانګام، اسمار، شلتن، شيګل، منوره، سرکاڼو، خاص کونړ، نورګل، څوکۍ، نرنګ، اسعداباد،. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .