له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د یو شمېر نړیوالو موسسو ترمنځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه

tamim_azimi
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۲۰:۲۶
News image

نن ماسپښین د چهارشنبې په ورځ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د یو شمېر نړیوالو موسسو تر منځ د همغږۍ او د همکاریو د پیاوړتیا په موخه ناسته د یادې ادارې د نړيوالو په رياست کې ترسره شوه.
په دې ناسته کې د دې ادارې له لوري د اطلاعاتو او نشراتو رئیس، محمد یوسف حماد او د نړيوالو اړيکو رياست سرپرست برهان‌الدین خان شينوارى ګډون کړئ وو، بلمقابل د مؤسساتو په استازولي د ACTED، IRC ،DRC، NAC او CWSA استازو ګډون کړی وو.
په دې ناسته کې دواړو خواوو د دوه‌ اړخیزو همکاریو پراخولو، د مرستو رسولو د بهیر چټکتیا، د مرستندویه ادارو پر وړاندې د موجودو ستونزو حل کولو، د مرستو د کچې لوړولو، او د پېښو سکتور ته ځانګړي شوي بودجې د بېرته ګرځېدو څخه د مخنیوي په اړه خبرې او نظرونه شریک کړل.ګ او همدارنګه د نړيوالو اړيکو سرپرست برهان الدين خان شينوارى لخوا د دې ادارې د اړينو وقايوي پروژو معلومات له يادو مؤسسو سره شريک شو.
په پای کې، دواړو لوریو خپل اغېزناک پلانونه او طرحې وړاندې کړې او د همکاریو پر دوام یې ټینګار وکړ. همداراز پرېکړه وشوه چې په راتلونکې کې به د همغږۍ دا ډول ناستې د ادارې د مشرتابه او همکارو موسسو د مشرتابه ترمنځ هم ترسره شي.

نېټه: ۱۴۴۶/۱۲/۷ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۱۳
Background image

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۲۹ زیانمنو او مستحقو کورنیو ته نغدي خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) دفتر، RRAA او ډاکار مؤسسو په مالي ملاتړ او د ARCIO مؤسسې په تخنیکي همکارۍ، د دې ولایت د ښار په لومړۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۱۶
Background image

د خوست ولایت له پېښو سره مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۶۹ سېلاب ځپلو کورنیو ته نغدي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د خوست ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM)، UNICEF او د GAALO دفتر په مالي ملاتړ، د دې ولایت اړوند ۱۶۹ کورنیو ته، چې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۱۱
Background image

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۷۴ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې 

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په مرکز کې د وروستیو سېلابونو له امله ۲۷۴ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې ووېشلې.

په دې. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .