له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د کنسرن نړیوالې مؤسسې تر منځ د ګډو همکاريو تفاهم نامه لاسلیک سوه
نن ورځ یک شنبه له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي د کنسرن نړیوالې مؤسسې د پروګرامونو مسؤل نایجل ایلمز او د اړیکو مسؤل عبدالحق شریفي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
ترابي صاحب د یادې مؤسسې راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووېل او د ژمني توکو پر ژر رسیدنه یی زیات ټینګار وکړ او ویې ویل چې تر بل هر وخت کورنۍ په ژمي کي هر ډول مرستو ته اړتیا لري.
همداراز ترابي صاحب وویل چې په هر ولایت کې مؤسسې مرستې وېشي او یا هم سروې کوي موږ ورسره د دولت په اصولو اوچوکاټ کې پوره همکاره یو ځکه موږ په هر ولایت کی ریاستونه لرو
د کنسرن نړیوالې مؤسسې دپروګرام مسؤل نایجل ایلمز وویل چې یاده مؤسسه په ۱۹۹۸ کال کې فعالیت پیل کړی دی او تل یې د سیلاب ځپلو؛ مهارجرینو، زیانمن شوو، روغتیا او زراعت په برخه کي همکاري کړې ده.
ایلمز د یادې ادارې له سرپرست څخه ځانګړې مننه وکړه چې تل یې زموږ سره په هره برخه کې همکاري کړې ده او زموږ ملاتړ یې کړی دی.
دیادونې وړ ده چې یاده موسسه د ۶۵۰۴۵۱ شپږ لکه پنځوس زره څلور سوه یو پنځوس ډالرو په ارزښت له ۱۶۱۳ زیانمنو کورنیو سره ۲۷۴ ډالر د سون توکو او ژمني جامو لپاره مرسته کوي او د ۵۷ ډالرو په ارزښت د درېیو ژمنیو کمپلو مرسته کوي, چې دا مرستې به د تخار ولایت په فرخار ولسوالۍ کې ۷۹۰ کورنیو او د بدخشان ولایت په تیشکان ولسوالۍ کې ۸۲۳ کورنیو ته ویشل کېږي.
نیټه: ۱۴۴۶/۵/۱۶ هـــ ق
له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره