له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ژغورنې نړویوالې کمېټې (IRC) ترمنځ د شپږ سوه او پنځوس زره (۶۵۰,۰۰۰) ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک شوه

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۱ - ۱۵:۲۸
تصویر خبر

نن ورځ سه شنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د ژغورنې نړیوالې کمېټې (IRC) له رئیسې میرمن لیزا مارګاریت اوون او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او ور سره یې د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه لاسلیک کړه.

په پيل کې، محترم ترابي صاحب، راغلي پلاوي ته ښه راغلاست وویل، او زیاته یې کړه، لکه څرنګه چې ستاسو د پلي کېدونکې پروژې یوه برخه د ژمي له موسم سره تړاو لري نو له همدې امله خپله پروژه د ژمي موسم له پای ته رسېدو مخکې او په شفاف ډول ترسره کړئ، همدارنګه ترابي صاحب راغلي پلاوي ته وویل، چې دې ادارې د مرسته کوونکو بنسټونو لپاره د هغوی د پروژو د پلي کولو په موخه د پام وړ آسانتیاوې رامنځته کړې دې،  

ورپسې، لیزا مارګاریت اوون د دې ادارې له لوی رئیس څخه د وخت ورکولو او همیشنیو همکارو له امله مننه وکړه او د هغه  ملاتړ یې د ځان لپاره ارزښت مند وباله، همدارنګه نوموړې د خپلې پلي کېدونکې پروژې په اړه هراړخیز معلومات وړاندې کړل او د هغې د ژر او شفاف پلي کېدو په اړه یې ډاډ ورکړ. 

په پای کې، د دواړو لوریو ترمنځ ټولټال د شپږ سوه او پنځوس زره (۶۵۰،۰۰۰) ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک شوه ، چې له مخې به یې یاده کمېټه د کنړ ولایت په څوکۍ او نورګل ولسوالیو کې ۱۴۱۵ مستحقو کورنیو هرې کورنۍ ته د خوراکي توکو بستې چې په کې ۱۷۸ کیلو اوړه، ۴۲ کیلو وریجې، ۱۴ ليټره غوړي، ۱۸ کیلو لوبیا، ۲ کیلو مالګه، ۱۴۱۵ مستحقو کورنیو هرې یوې ته درې تختې کمپلې، ۱۴۱۵ کورنیو ته د ښځینه   روغتیایي بستې، چې پکې بېلابېل د روغتیا ساتنې توکي شتون لري او ۱۶۶۵ مستحقو کورنیو هرې یوې ته ژمنۍ البسې، چې په کې جاکټ، بوټ، خولۍ، شال او دستکش شتون لري ووېشل شي او همدارنګه د یاد هوکړه لیک له مخې به په یادو ولسوالیو کې د ټولنې خلکو ته د طبیعي پېښو د خطرونو په هکله د عامه پوهاوي د ورکولو پروګرامونه ترسره شي. 

نېټه: ۱۴۴۷/۸/۲۲ هـ ق 

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۵:۳۷
Background image

د جوزجان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱,۸۶۸ مستحقو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې 

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د AWDERO مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د جوزجان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په ملاتړ، د دې ولایت د مرکز په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۵:۲۳
Background image

د غزني ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د سېلابونو له امله ۴۳ زیانمنو کورنیو ته نغدي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې 

د غزني ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM )، پاور او DRC مؤسسو په ملاتړ، د یاد ولایت په مرکز، ګیلان، مقر، آب بند، قره باغ او ده یک ولسوالیو کې د وروستیو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۵:۷
Background image

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱,۵۱۹ زلزله ځپلو او بېځایه شویو کورنیو ته نغدې او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د IRW او د DACAAR موسسو په مالي همکارۍ، د دې ولایت اړوند ۱,۵۱۹ زلزله ځپلو او د وروستیو جګړو له امله بېځایه شویو کورنیو ته له سروې وروسته. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .