له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ځوانانو د بدلون او پرمختګ مؤسسې (CDYO) ترمنځ د درې سوه شپېته زره او اته سوه څلورویشت (۳۶۰,۸۲۴) ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک شوه

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۴ - ۱۶:۶
news image

نن ورځ سې شنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د ځوانانو د بدلون او پرمختګ مؤسسې (CDYO) له رئیس، محترم عبدالمجید حمیدي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د ګډو همکاریو تفاهم نامه یې ورسره لاسلیک کړه.
په دې ناسته کې، محترم ترابي صاحب د یادې موسسې پلاوي ته د راغلاست ترڅنګ په خپلو خبرو کې ووېل، چې د افغانستان بېوزله خلک بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري نو ځکه، موږ تل هڅه کوو چې د مرستندویه سازمانونو لپاره د فعالیت زمینه برابره کړو، او له دغو سازمانونو غواړو چې هڅه وکړي ترڅو له خپلو ډونرانو څخه د بنسټیزو پروژو پلي کولو لپاره بودجه جلب کړي او په افغانستان کې د بشردوستانه مرستو ترڅنګ د طبیعي پېښو د خطرونو او زیانونو د مخنیوي پروژې پلي کړي، نوموړي د یادې موسسې د فعالیتونو او همکاریو ستاینه وکړه او ویې ویل چې، موږ خپلو ولایتي ریاستونو ته لارښونه کړې ترڅو له مرستندویه سازمانونو سره د هغوی د پروژو بشپړولو په برخه کې لازمې همکارۍ وکړي.
ورپسې د ځوانانو د بدلون او پرمختګ مؤسسې رئیس، محترم عبدالمجید حمیدي، د خپلې پروژې په اړه بشپړ معلومات وړاندې کړل، او د ادارې د سرپرست څخه  یی د تفاهم نامې د لاسلیک کولو لپاره د لیدنې زمینې برابرولو په پار مننه او قدرداني وکړه او ژمنه یې وکړه چې دا پروژه به په خپل وخت سر ته ورسوي، او د دې پروژې له مخې به په جوزجان ولایت کې ټولټال اوولس زره او اته سوه اته څلوېشت ۱۷,۸۴۸ بېوزله او اړمنو کورنیو ته خوراکي او نغدي مرستې ووېشل شي. 
د یادونې وړ ده چې د دې ناسته په پای کې، د دواړو لوریو ترمنځ ټولټال د درې سوه شپېته زره او اته سوه څلورویشت (۳۶۰,۸۲۴) ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک شوه، چې د یادې تفاهم نامې له مخې به د جوزجان ولایت د مرکز شبرغان ښار په ګډون په ټولو ولسوالیو کې، اوولس زره او اته سوه اته څلوېشت (۱۷,۸۴۸) کورنیو ته نغدي او خوراکې مرستې په څلورو پړاوونو کې په لاندې ډول ووېشل شي:  
لومړی پړاو: ۵,۴۳۸ کورنیو هرې یوې ته به ۵۰ کیلو اوړه، ۴.۵۵ کیلو غوړي، ۶.۲۵ کیلو دال او ۰.۵ کیلو مالګه د شپږو میاشتو لپاره په یوځل ورکړل شي.
دوهم پړاو: ۴,۷۶۰ کورنیو هرې یوې ته به ۵۰ کیلو اوړه، ۴.۵۵ کیلو غوړي، ۶.۲۵ کیلو دال او ۰.۵ کیلو مالګه د شبږو میاشتو لپاره په یوه میاشت کې ووېشل شي.
درېیم پړاو: ۶,۸۰۰ کورنیو هرې یوې ته به ۲,۹۰۰ افغانۍ نغدي پیسې د شپږ میاشتو لپاره په یوه میاشت کې ووېشل شي او همدارنګه په څلورم پړاو کې، ۸۵۰ کورنیو هرې یوې ته به ۱۰۰ کیلو اوړه، ۹.۱ کیلو غوړي، ۱۲.۵ کیلو دال او ۱ کیلو مالګه د دوو میاشتو لپاره په یو ځل کې ووېشل شي. 

نېټه:۱۴۴۶۷/۱/۱۹ هــ ق 
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۳
Background image

په پروان ولایت کې ۳۳ قلمه ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول له منځه یوړل شول

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د ډافا ماین‌پاکۍ مؤسسې نهمې شمېرې ټیم د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په ازباشې اولیا کلي کې د ناچاوده توکو د پلټنې او پاکولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې ۱۳۶۷۶ متره مربع سیمه له ماینونو او ناچاوده توکو څخه پاکه او خوندي شوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د DRC مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک پر بنسټ او د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او همکارۍ د DRC مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .