له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ورلډ ویژن او کواک موسسو ترمنځ د ګډو همکاریو دوی تفاهم نامې لاسلیک شوې 

rahyab
یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۳ - ۱۵:۲۲
news image

نن سهار د یکشنبې په ورځ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د کواک موسسې د مرکزي او ختیځ زون له مسوول، محترم عبدالوارث کریمي او په کابل کې د ورلډویژن موسسې له مسوول، محترم عبدالوهاب آرش سره جلا جلا په خپل کاري دفتر کې وکتل او د ګډو همکاریو تفاهم نامې یې ورسره لاسلیک کړې. 
محترم ترابي صاحب په جلا جلا ناستو کې د یادو مؤسسو مسؤلین وهڅول، چې لا ډېرې او د خلکو د اړتیاوو په پام کې نیولو سره  مرستې وړاندې کړي. نوموړي زیاته کړه چې د افغانستان خلک په بېلابېلو برخو کې مرستو ته اړتیا لري او موږ د خپلو ولایتي ریاستونو له لارې په ولایتونو کې د مؤسسو د اغېزمنو فعالیتونو لپاره زمینه برابره کړې ده.
ورته مهال، د دې موسسو مسؤلینو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره یوه ښه همکاره اداره وبلله او د دې ادارې له کارکوونکو څخه یې د قدردانۍ ترڅنګ په شفافه او پر وخت د پروژو د پلي کولو ژمنه وکړه.
د یادونې وړ ده، چې د لومړۍ تفاهم‌نامې له مخې چې ټولټال د شپاړس میلیونه او اته سوه او درې پنځوس زره او پنځه پنځوس (۱۶,۸۵۳,۰۵۵) افغانیو په ارزښت د دې ادارې او د کواک موسسې ترمنځ لاسلیک شوې، یاده موسسه به ۱۳,۲۶۶ کورنیو هرې یوې ته په سمنگان، بلخ، سرپل، فاریاب، بغلان، کندز، تخار او بدخشان ولایتونو کې د حفظ‌الصحې یوه بسته ووېشي او هغوی ته به د یو ورځني روزنیز ورکشاپ له لارې د حفظ‌الصحې پوهاوی هم وړاندې کړي.
همدارنګه د دې ادارې او د ورلډ ویژن موسسې ترمنځ ټولټال د دوه سوه او څلور دېرش زره او پنځلس (۲۳۴,۰۱۵) ډالرو په ارزښت د لاسلیک شوې تفاهم‌نامې له مخې به یاده موسسه ۵۹۸ کورنیو هرې یوې ته د درې میاشتو لپاره هره میاشت ۸۰ ډالر نغدې پیسې ووېشي. همدارنګه له دې جملې څخه یو شمېر کورنیو ته به د کانالونو او د اوبو د شبکو د پاکولو لپاره وسایل لکه بیل، کلنګ، پړی، لاسي ګاډۍ، شګه او سمنټ هم ووېشل شي او د “کار په بدل کې د نغدو پیسو” پروګرام به پلي شي.

نېټه: ۱۴۴۷/۴/۱۲ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۳:۵۷
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د اروپايي ټولنې د ملکي ساتنې او بشري مرستو د عملیاتو (ECHO) له لوی رئیس سره وکتل

نن پنجشنبه له غرمې مخکې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، له ښاغلي اندریاس پاپاکونستانتینو، د اروپايي ټولنې د ملکي ساتنې او بشري مرستو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۱:۵۵
Background image

د دایکندي ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۰ کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

د دایکندي ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په مرکز نیلي کې د وچکالۍ او اورلګېدنې له امله ۳۰ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.

په دې لړۍ کې هرې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۱:۵۳
Background image

په پروان ولایت کې ناچاوده توکي کشف او خنثی شول

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د همغږۍ پر بنسټ د هلوټرسټ ماین پاکۍ نړیوالې موسسې HT QR EORE 02 تخنیکي ټیم د یاد ولایت د سیاه ګرد ولسوالۍ د دارالمعلمین په غونډۍ کې د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .