له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) ترمنځ د ګډو همکاریو په اړه تخنیکي غونډه ترسره شوه

tamim_azimi
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲ - ۱۶:۲۳
news image

نن ورځ د (پنجشنبې) په سهار، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د خوړو نړیوال پروګرام تر منځ د ګډو همکاریو په اړه تخنیکي غونډه د کارکوونکو چارو ريیس؛ الحاج مولوي محمد عابد نعماني، د پلان او پالیسۍ رییس؛ ملا محمد جاوید عباس، د خوړو د نړیوال پروګرام د اړیکو مسؤل؛ اون شیورټ، د بیړنیو چارو مسؤل؛ منصف الله انوري، د پلان جوړونې مسؤل؛ عبدالرزاق ایوبي، د بشري مرستو مسؤل؛ عبدالغفور نوابي او د دې ادارې د یو شمېر نورو آمرینو په شتون کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې، د کارکوونکو چارو رييس الحاج مولوي محمد عابد نعماني ټينګار وکړ، چې د خوړو نړيوال پروګرام تل د افغانستان له خلکو سره بشري مرستې کړې دي، چې له امله يې د دغې موسسې قدرداني کوو او د مرستو د دوام او لا زیاتوالي غوښتونکي یو.
هغه زياته کړه، چې د دې ادارې فعاليتونه غير سياسي دي او اصلي موخه يې له زيانمنو شوو کسانو سره مرسته ده. هغه همداراز د خوړو له نړيوال پروګرام څخه وغوښتل چې خپلې مرستې له پخوا لا زیاتې کړي.
په ورته وخت کې د خوړو نړيوال پروګرام د اړیکو مسؤل آن شيورټ، د دغې ادارې له همکارۍ مننه وکړه او ويې ويل چې د دوی سازمان تل هڅه کوي چې خلکو ته لا ښه خدمات وړاندې کړي.
هغه ټینګار وکړ چې دواړه خواوې به په ګډه کار کوي تر څو زیانمنو کورنیو ته د مرستو رسولو لړۍ چټکه او لاښه خدمات ورته وړاندې کړي. 
ورپسې د غونډې ګډونوالو د خپلو فعالیتونو او لاسته راوړنو تفصیلي راپورونه وړاندې کړل او د بشري مرستو په برخه کې یې د دوامداره همغږۍ او همکارۍ پر اړتیا ټینګار وکړ.

نېټه:۱۴۴۶/۸/۲۱
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۱۳
Background image

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۲۹ زیانمنو او مستحقو کورنیو ته نغدي خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) دفتر، RRAA او ډاکار مؤسسو په مالي ملاتړ او د ARCIO مؤسسې په تخنیکي همکارۍ، د دې ولایت د ښار په لومړۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۱۶
Background image

د خوست ولایت له پېښو سره مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۶۹ سېلاب ځپلو کورنیو ته نغدي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د خوست ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM)، UNICEF او د GAALO دفتر په مالي ملاتړ، د دې ولایت اړوند ۱۶۹ کورنیو ته، چې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۱۱
Background image

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۷۴ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې 

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په مرکز کې د وروستیو سېلابونو له امله ۲۷۴ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې ووېشلې.

په دې. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .