له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د توحید د ټولنیزو او پراختیایي چارو مؤسیسې تر منځ تفاهم نامه لاسلیک سوه

نن ورځ دو شنبه له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي د توحید ټولنیزو او پراختایي چارو مؤسیسې د رئیس داکتر نوید احمد سره په خپل کاري دفتر کي وکتل.
ترابي صاحب له هرڅه مخکي د TSDO مؤسیسې راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یی کړه چي مؤسیسات باید په خپلو کارو کي پوره شفافیت راولي ترڅو زیانمن شو کورنیو ته پر وخت مرستي ورسیږي.
همداراز ترابي صاحب وویل چي د میدان وردګ ولایت په بیلابیلو ولسوالیو او کلیو کي څو اونۍ وړاندي زیات سیلابونه او اورښتونه سوې دي چي خلګ یې زیانمن کړي دي او باید مرستي ورسره وسي.
دیادي مؤسیسې رئیس داکتر نوید احمد د یادي ادارې د سرپرست څخه ځانګړې مننه وکړه چي په کارونو کي چټکتیا راویستلي ده او ژر تر ژره یې زموږ سره تفاهم نامه لاسلیک کړه.
په پای کي یاده تفاهم نامه لاسلیک سوه چي له مخي به یې د میدان وردګ ولایت په ټولو ولسوالیو کي د طبیعی پېښو په صورت کي د WFP تر منظورۍ وروسته ۲۱۹ کورنیو ته خوراکي موادو ویشل کیږي چۍ هري کورنی ته به ۲۰۰ کیلو اوړه، ۱۸.۲ کیلو غوړي، ۲۵ کیلو دال، ۲ کیلو مالګه، ٣ کیلو LNS د سوی تغذي لپاره او ٦ کیلو WSB تغذیوي مواد د شیدو ورکونکو ښځو لپاره وی
نیټه: ۱۴۴۷/۲/۳ هــ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره