له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د مرکزي رئیسانو په ګډون د دې ادارې په انګړ کې ترسره شوه.
غونډه د قران کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.
وروسته د اجنډا په هره موضوع په جلا جلا ډول هر اړخیزه بحث وشو او د غونډې د ګډونوالو نظرونه په وار سره راټول شول.
د غونډې په پای کې داجنډا پر ټولو موضاعوتو باندی لازم تصمیمونه ونیول سول.
نېټه:۱۴۴۶/۰۹/۱۲
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره