له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس د نړیوالو او داخلي مؤسسو له استازو سره سیلاب ځپلو ته د رسیدنې په موخه غونډه وکړل

rahyab
پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۴:۲۲
۱۲۳

نن ورځ پنج شنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس الحاج ملا نورالدین ترابي د وروستیو سېلابونو له امله د بېړني غبرګون او زیانمنو کورنیو ته د چټکې رسېدنې په موخه د نړیوالو او داخلي مرستندویه مؤسسو او همکارو بنسټونو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره کړل.

ترابي صاحب د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، د دې غونډې اساسي موخه دا ده چې د وروستیو سېلابونو له امله زیانمنو شویو هېوادوالو ته پر وخت او اغېزمنه رسېدنه وشي او یادي ادارې خپل ټول شته امکانات او ظرفیتونه د ژغورنې، ارزونې او مرستو د همږغۍ لپاره په کار اچولي دي.

همدا راز ترابي صاحب له ټولو همکارو مؤسسو وغوښتل چې  ټولو سیلاب ځپلو سیمو ته د بشري مسؤولیت له مخې خپلې مرستې او فعالیتونه لا چټک کړي، ترڅو زیانمنې کورنۍ پر وخت اړینو مرستو ته لاسرسی ولري، هغه ټینګار وکړ چې د مرستو په وېش کې باید روڼتیا، عدالت او اغېزمنتیا په پام کې ونیول شي او ټولې ادارې د ګډې همږغۍ له لارې خپلې چارې پر مخ یوسي.

په غونډه کې د مرستندویه مؤسسو استازو هم د سېلاب ځپلو له کورنیو سره د دوامدارې همکارۍ ډاډ ورکړ او ژمنه یې وکړه، چې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې سره په بشپړه همږغۍ به د بېړنیو بشري مرستو لړۍ نوره هم چټکه کړي، ترڅو زیانمنو خلکو ته پر وخت او اغېزمنه رسېدنه وشي.

نیټه: ۱۴۴۸/۲/۱۵ هــ ق 

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۳
Background image

په پروان ولایت کې ۳۳ قلمه ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول له منځه یوړل شول

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د ډافا ماین‌پاکۍ مؤسسې نهمې شمېرې ټیم د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په ازباشې اولیا کلي کې د ناچاوده توکو د پلټنې او پاکولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې ۱۳۶۷۶ متره مربع سیمه له ماینونو او ناچاوده توکو څخه پاکه او خوندي شوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د DRC مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک پر بنسټ او د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او همکارۍ د DRC مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .