له پیښو سره د مبارزې امادګۍ ملي ادارې او HHAO مؤسسې ترمنځ دګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک شوه

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۱ - ۱۰:۵۰
تصویر خبر

نن ورځ دو شنبه له پیښو سره دمبارزې امادګۍ ملې ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي د HHAO دمؤسیسې عبدالغافر نیازي سره په خپل کاري دفتر کي وکتل.
ترابي صاحب دیادي مؤسیسې رئیس عبدالغافر نیازي  ته دښه راغلاست ترڅنګ وویل چي خوښ یو چي مؤسیسات د اولس لپاره دبهر هیوادونو څخه مرستي راټولوي او پر مستحقو کسانو یی ویشي  او ددې مؤسیسې د ټول کاري ټیم څخه یی مننه وکړه چي په سختو شرایطو کي زموږ دزوریدلي اولس سره همکاري کوي. 
او زیاته یې کړل چي دټولو مؤسیساتو او سازمانونو څخه مو غوښتنه داده چي د طبعي او غیري طبعي پیښو پر وړاندي مبارزه کي زموږ سره پوره همکاري وکړي.
دHHAO مؤسیسې رئیس عبدالغافر نیازي وویل غواړو چي افغان اولس ته دبیلابیلو لارو څخه مرستي برابري کړو او پر مستحقو کسانو یی وویشو.
دیادوني وړ ده چي یاده مرسته د بدخشان ولایت په واخان ولسوالۍ کي د ۱۲ دولس زره ۸ سوه ۲۴ څلورویشت ډالرو په ارزښت ۱۵۰ یو سل پنځوس کورنیو ته خوراکي توکي ویشل کیږي چي هري کورنۍ ته  یو پارسل  ۲۴.۵ کیلو اعلی ورجي، ۵ لیټره غوړي،۷ کلیو لوبیا،۷ کیلو بوره او یوه کیلو شین چای شامل دي. 

نیټه: ۱۴۴۶/۴/۱۸ هــ ق 
له پیښو سره دمبارزې امادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۴۵
Background image

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۷۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په سرکاڼو ولسوالۍ کې د وروستیو جګړو له امله ۷۰۰ داخلي بېځایه شوو کورنیو ته تر سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.

. . .
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۱۴
Background image

د بغلان ولایت په دهنه غوري ولسوالۍ کې یو کړۍ د وسایطو ضد ماین کشف او خنثی شو

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د ماین پاکی د انسجام او همغږی ریاست له لوري، د 0708606060 بیړنۍ شمیری سره د بغلان ولایت د دهنه غوري ولسوالۍ د قشلاق تپه ۲ چاه جنګان کلي د خلکو د اړیکې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۹
Background image

د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې ناچاوده توکي کشف او خنثی شول 

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د DRC ماین پاکۍ موسسې د پنځم چټک غبرګون ټیم د یاد ولایت د ارغنداب ولسوالۍ په کوهک کلي کې ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول خنثی. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .