له پیښو سره د مبارزې امادګۍ ملي ادارې او رازي پراختایي او ټولنیزي مؤسیسې تر منځ ۱۳۹۱۸۲ یو لک نهه دیرش زره یو سل دوه اتیا ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک شوه

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۰ - ۲۱:۱۴
news image

نن ورځ سې شنبه له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملې ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي د رازي پراختایی او ټولنیزي مؤسیسې د هماهنګۍ د مسؤل عبدالناصر پویا سره په خپل کاري دفتر کي وکتل.
ترابي صاحب د رازي پراختایی او ټولنیزي مؤسیسې دهماهنګۍ مسؤل  ته دښه راغلاست ترڅنګ وویل چي خوښ یو چي نن یو داسي تفاهم نامه لاسلیک کوو چي په هغه سره زموږ اولس ته  مرستي رسول کیږي او دیادي مؤسیسې د ټول کاري ټیم څخه یې غوښتنه وکړه او وویل چي یادي مرستي باید ژر تر ژره تر خلګو ورسوي ترڅو خلګ د ژمني توکو څخه برخمن سي. 
او زیاته کړل چي دیادي مؤسیسې سره مو دوې تفاهم نامي مخکي هم لاسلیک کړي دي چي په هرات ولایت کي یې خلګ د مرستو څخه برخمن شوي دي. 
دیادي مؤسیسې د هماهنګۍ مسؤل عبدالناصر پویا  له پیښو سره د مبارزې امادګۍ ملي ادارې د سرپرست څخه مننه وکړل چي له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې زموږ کارونه بیله ځنډه راته خلاصوي او د یادې ادارې دټول کار ټیم څخه یې مننه وکړل او ترڅنګ وویل چي دیادي ادارې سره باید بیلابیل مؤسیسات او نړیوال سازمانونه د طبعي او غیري طبعي پیښو پر وړاندې مرسته وکړي.
دیادوني وړ ده چي د ۱۳۹۱۸۲ یو لک نهه دیرش زره یو سل دوه اتیا ډالرو په ارزښت په هرات ولایت کي ۵۰۰  زلزله ځپلو کورنیو ته ژمنۍ بستې ویشل چي هره بسته د ۲۰۰ ډالرو بیه لري چي په هره بسته کي ۵ تختې کمپلي،۵ جوړې دماشومانو ګرم کالي،۲ دوې جوړې دلویانو ګرم کالي،۲ داني زنانه شالونه، دوه داني دنارینوو پټوان، دوه جوړې دلویانو بوټونه،۴ جوړې دماشومانو بوټونه،۱۲ جوړې جرابي، ۴ جوړې دستکشي او ۴ داني خولۍ ګانۍ شامل دي.
اولس تنو هغه ښځو ته چي د کور سرپرست ورله غاړي وي د هري ښځي ته به یو عراده د خیاطۍ ماشین د ټولو لوازمو سره ورکول کیږي. 

 نیته: ۱۴۴۶/۶/۸  هــ ق
له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۳
Background image

په پروان ولایت کې ۳۳ قلمه ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول له منځه یوړل شول

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د ډافا ماین‌پاکۍ مؤسسې نهمې شمېرې ټیم د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په ازباشې اولیا کلي کې د ناچاوده توکو د پلټنې او پاکولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې ۱۳۶۷۶ متره مربع سیمه له ماینونو او ناچاوده توکو څخه پاکه او خوندي شوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د DRC مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک پر بنسټ او د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او همکارۍ د DRC مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .