له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د اسلامي هوساینې موسسې ترمنځ د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه لاسلیک شوه

rahyab
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲ - ۱۵:۴
news image

نن د یکشنبې په سهار، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست، د اسلامي هوساینې موسسې له رئیس محمد ذوالقرنین عباس او د هغه له مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه یې ورسره لاسلیک کړه.
په دې ناسته کې ښاغلي ترابي صاحب د اسلامي هوساینې موسسې فعالیتونه اغېزمن وبلل او څرګنده یې کړه چې د نږدې او ګډو همکاریو له لارې کولای شو خلکو ته غوره خدمات وړاندې کړو. 
په ورته وخت کې، محمد ذوالقرنین عباس، د اسلامي هوساینې موسسې رئیس، د دې ادارې سره د همکارۍ له امله خوښي وښوده او زیاته یې کړه چې په غور ولایت کې زموږ مخکینی پروژه په بریالیتوب سره پلې شوې ده. نوموړي د اوسني پروژې په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل چې دا پروژه د ژمي د سړې هوا له امله د زیانمنونکو کسانو لپاره د خوراکي توکو پېرلو په موخه د نغدي مرستې په توګه په غور ولایت کې ترسره کېږي.
د یادونې وړ ده چې د دې تفاهم‌نامې له مخې، د ۱۱۸،۸۰۸ ډالرو په مجموعي ارزښت د غور ولایت په دولینه ولسوالۍ کې ۱۱۵۲ زیانمنو کورنیو ته د ژمي لپاره د خوراکي توکو برابرولو په موخه نغدي مرستې ویشل کېږي، چې هرې کورنۍ ته به ۸۲.۷ ډالره یا د هغه معادل افغانۍ ورکړل شي.
د یادونې ده چې له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او یادې موسسې ترمنځ دا څلورمه ګډه تفاهم‌نامه ده چې لاسلیک شوه.

نیټه: ۱۴۴۶/۶/۲۰
له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۰:۴۲
Background image

د میدان‌وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۴۸ زیانمنو کورنیو ته نغدي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د افغان سوله جوړونې مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوې هوکړه‌لیک له مخې، د میدان‌وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په مالي ملاتړ، د دې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۹:۳۷
Background image

د پنجشېر ولایت د آبشار ولسوالۍ له خطر سره د مخ سیمو سروې او ارزونه وشوه

د پنجشېر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د کلیو د اوسېدونکو د غوښتنې پر بنسټ، د آبشار ولسوالۍ په څو زیان‌منونکو سیمو کې د سروې، ارزونې او وضعیت د څېړنې په موخه یادو سیمو ته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۶:۱۳
Background image

د سرپل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د اوبو لارې د پاکولو او تنظیم له پروژې څخه څارنه وکړه

د سرپل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت د مرکز اړوند د کنجک، سلطان غجر او ولودین کلیو کې د اوبو لارې د پاکولو او تنظیم پروژې څخه لیدنه او څارنه وکړه.

په دې لیدنه کې. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .