له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د اسلامي هوسایني مؤسیسې تر منځ دګډو همکاريو تفاهم نامه لاسلیک سوه
نن ورځ چهار شنبه له پیښو سره د مبارزې امادګۍ سرپرست الحاج ملانورالدین ترابي او د اسلامي هوسایني مؤسیسې سرپرست دبنګلادیش هیواد اتباع شریف احمد، د اړیکو مسؤل میرویس ستانګزی او دبشري مرستو مسؤل حذیفه هلال سره وکتل.
ترابي صاحب د یادي مؤسیسې راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړل چي په تیرو میاشتو کي مو هم د یادي مؤسیسې سره تفاهم نامې لاسلیک کړي دي او خوښ یو چي نن یو ځل بیا تفاهم نامه لاسلیک کوو او په دې سره به زیات خلګ داقلمي بدلون په اړه عامه پوهاوۍ تر لاسه کړي .
همدارنګه ترابي صاحب وویل چي هر ډول پروژې عملي کیږي باید په پروژو کي پوره شفافیت وي او خلګ پر وخت دپروژې دګټو څخه برخمن سي.
د اسلامي هوسایني مؤسیسې سرپرست شریف احمد وویل چي یاده مؤسیسه په بیلابیلو برخو کي د خلګو سره مرستي کوي چي یو برخه یی د طبعي او غیر طبعي پیښو په اړه خلګو ته عامه پوهاوۍ ورکول دی او همداراز تل یې د سیلاب ځپلو؛ مهارجرینو او پیښو ځپلو سره همکاري کړي ده.
دیادوني وړ ده چي یاده موسسه د ۴۰۹۸۳ ډالرو په ارزښت په کابل، بامیان او بلخ ولایتونو کي د ۴۰ دولتی کارمندانو او ۴۰ غیر د دولتی مؤسیسو ۴۰ کارمندانو ته د اقلمي بدلون او د زیانونو څخه د خوندیتوب په اړه ټرینګ ورکوی همدارنګه به په ټولنیزو رسنیو کي خلګو ته د اقلمي بدلون په اړه عامه پوهاوۍ ورکوی .
نیټه: ۱۴۴۶/۵/۱۸ هـ ق
له پیښو سره د مبارزې امادګۍ ملي اداره