د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۵۴۰ بېځایه شویو کورنیو ته روغتیایي بستې ووېشلې
د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د OCHR موسسې په ملاتړ، د دې ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د پاکستان د وروستیو بریدونو له امله ۵۴۰ بېځایه شویو کورنیو ته روغتیایي بستې ووېشلې.
په دې بهیر کې د مسؤلینو په شتون کې له سروې وروسته هرې کورنۍ ته یوه روغتیایي بسته ووېشل شوه.
نېټه: ۱۴۴۷/۱۰/۱۱ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
