د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست وروستۍ زلزله ځپلو ۸۳ کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ARCI مؤسسې تر منځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په مالي ملاتړ، د دې ولایت په چپه دره ولسوالۍ کې د وروستۍ زلزلې له امله ۸۳ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، ۱۰۰ کیلو اوړه، ۹.۱ کیلو غوړي، ۱ کیلو مالګه او ۱۲.۵ کیلو دال ووېشل شول.
نېټه: ۱۴۴۶/۰۳/۱۶ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
