د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د طبیعي پېښو له امله زیانمنو له ۷۰ کورنیو سره خوراکي مرستې وکړې

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۳ - ۱۴:۵۲
news image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د هوکړه لیک له مخې، د خوراک نړیوال سازمان (WFP) په مالي ملاتړ، د RRDPO موسسې په تخنیکي همکاري او د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ د یاد ولایت په نرنګ ولسوالۍ کې ۷۰ زیانمنو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشل شوې.
یاد شمېر کورنۍ د بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنې شوې وې، چې له سروې وروسته هرې کورنۍ ته د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست رییس الحاج قاري ثابت الله صدیقي او د RRDPO موسسې استازو په شتون کې ۱۰۰ کیلو اوړه، ۹.۱ کیلو غوړي، ۱۲.۵ کیلو دال نخود، ۱ کیلو مالګه او انرژي لرونکي مواد PLW ووېشل شول.
 
د مرستو ترلاسه کوونکو د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او د (WFP) موسسې څخه مننه وکړه چې پر وخت یې هغوی ته مرستې ورسولې. 

نېټه: ۱۴۴۶/۵/۱۱ هــ ق 
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

تصویر خبر


 

وروستي خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۵:۶
Background image

د زابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۶۵ اجباري راستنېدونکو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

د زابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، په وروستیو کې یاد ولایت ته له پاکستان څخه په اجباري توګه ۱۶۵ راستنېدونکو کورنیو ته د هغوی د ملاتړ په موخه، د ټاکل شوې څلور اړخیزې کمېټې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۴:۷
Background image

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۰۰ بېوزله کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د افغانستان د بیا ودانولو او طبي مرستو موسسې (DARMAN) ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د. . .

جمعه ۱۴۰۴/۳/۳۰ - ۲۲:۴۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست د بغلان ولایت د اداري چارو تر لیدلو وروسته د کندوز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست څخه لیدنه وکړه  

نن ورځ جمعه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د هېواد یو شمېر ولایتونو ته د دې ادارې د ولایتي ریاستونو د اداري چارو د سمون په موخه د خپل سفر. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .