د کنړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ٥٠٠ زیانمنو شویو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې

د کنړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت د مرکز اسعدآباد او مختلفو ولسوالیو اړوند د تېرو سېلابونو له امله ٥٠٠ زیانمنو شویو کورنیو ته، له سروې وروسته د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې، له یاد شمېر کورنیو څخه ٧٠ کورنیو ته چې کورونه یې ډېر زیانمن شوي وو، هرې کورنۍ ٥٠ کیلو غنم، ٢٥ کیلو وریجې، ٢ تختې کمپلې او پاتو نورو ۴۳۰ کورنیو ته ٥٠ کیلو غنم ووېشل شول.
نېټه: ۱۴۴۶/۱۱/١٥ ه. ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره