د کندهار ولایت په ارغنداب او شاه ولیکوټ ولسوالیو کې ناچاوده توکي کشف او خنثی شول

rahyab
شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۲:۴
تصویر

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د هیلو ټرسټ د ماین پاکۍ مؤسسې د (IED/IM-MDU-12) چټک غبرګون ټیم د شاه ولیکوټ ولسوالۍ د حاجي کریم داد کلي په سیمه کې او د DRC مؤسسې د (AIM-01) تخنیکي ټیم د کندهار ولایت د ارغنداب ولسوالۍ په شاتوري کلي کې د سیمې د پاکولو د عملیاتو پر مهال یو ناچاوده بشکه یي ماین او یو عدد IED ماین کشف او په خوندي ډول خنثی کړل.

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له ټولو هېوادوالو غوښتنه کوي چې د هر ډول ناچاوده، چاودېدونکو او یا شکمنو توکو د لیدلو په صورت کې دې له لاس وهلو او نږدې کېدو څخه ډډه وکړي او ژر تر ژره دې اړوندو امنیتي او مسؤلو ادارو ته خبر ورکړي، ترڅو لازم اقدامات ترسره شي.
 

وروستي خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۲:۱۵
Background image

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۴۰۰ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د اړوندو ادارو په همغږۍ، هغو ۲۴۰۰ کورنیو ته چې د وروستیو ورښتونو او سېلابونو له امله په قسمي ډول زیانمنې شوې وې، خوراکي او غیرخوراکي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۲:۴
Background image

د کندهار ولایت په ارغنداب او شاه ولیکوټ ولسوالیو کې ناچاوده توکي کشف او خنثی شول

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د هیلو ټرسټ د ماین پاکۍ مؤسسې د (IED/IM-MDU-12) چټک غبرګون ټیم د شاه ولیکوټ ولسوالۍ د حاجي کریم داد کلي په سیمه کې او د DRC. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۱:۴۶
Background image

د نیمروز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د زرنج ښار د ویالو او کانالونو پاکولو د پروژې له کار څخه څارنه وکړه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې پر بنسټ، د نیمروز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست څارونکي پلاوي د زرنج ښار د ویالو او. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .