د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ٩ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د بارانونو او اور لګېدنې له امله زیانمنو ۹ کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې.
د مرستو په دې لړۍ کې، هرې کورنۍ ته له سروې وروسته ١٠٠ کیلو اوړه، ٢٥ کیلو وریجې، ٢ جوړه څپلکې، ٥ لېتره غوړي، ١ پلاستیکي سطل، ٦ تختې کمپلې او ٢ ژمنۍ البسې او همدارنګه له یاد شمېر کورنیو څخه یې یوې کورنۍ ته ١ پراشوټ او یوې کورنۍ ته یوه خېمه هم ووېشل شوه.
د یادونې وړ ده، چې یادو کورنیو ته دا مرستې د ولایت مقام او د کډوالو چارو ریاست د مسؤلینو په شتون کې ووېشل شوې.
نېټه: ١٤٤٦/٧/۷
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره