د کندهار ولايت په پنجوايي او لوړ شاولیکوټ ولسوالیو کې ناچاوده توکي کشف او خنثی شول 

rahyab
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۲:۲۸
news image

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د همغږۍ پر بنسټ، د HALO Trust ماین پاکۍ موسسې د QR-99، IED/IM-10 او د IED/IM-10 او IED/IM-33 ټیمونو د یاد ولایت د پنجوايي ولسوالۍ په ارمره کلي او د لوړ شاوليکوټ ولسوالۍ د ادرونيکه کوتل په سیمه کې د ماین پاکۍ د عملیاتو په ترسره کولو سره ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول یې خنثی کړل.
 
د ماین پاکۍ د عملیاتو په ترڅ کې، ۴۶۰ کیلو د HMA چاودېدونکي توکي، ۱۲ کړۍ IED ماینونه او ۶ عدده د UXO توکي کشف او له منځه یووړل شول. 

دا عملیات د ټولو تخنیکي معیارونو په بشپړ رعایت سره ترسره شول، چې له امله یې د سیمې اوسېدونکي له جدي خطرونو څخه وژغورل شول، همدارنګه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له خلکو وغوښتل چې، د هر ډول ناچاوده او شکمنو توکو د لیدو په صورت کې له اړونده مسؤلینو سره اړیکه ونیسي، څو د خلکو ځان او مال د ساتنې لپاره اړین اقدامات ترسره شي.

نېټه: ۱۴۴۷/۱۱/۱۶ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۲:۱
Background image

د بدخشان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۴۰ کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په لارښوونه، د بدخشان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت په درایم ولسوالۍ کې د وچکالۍ له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۱:۵۹
Background image

په سرپل ولایت کې د څښاک د اوبو د څلورو شبکو څېړنه او ارزونه وشوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د ماشومانو د ملاتړ دفتر ترمنځ د همکارۍ د هوکړه‌لیک پر بنسټ، د سرپل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په مالي همکارۍ، په دغه ولایت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۱:۵۶
Background image

د کابل په ده‌سبز ولسوالۍ کې د سېلابونو له امله د اوښتو زیانونو سروې بشپړه شوه

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د وروستیو سختو ورښتونو له امله د ده‌سبز ولسوالۍ په ناوه کلي کې د راوتلي سېلاب په پایله کې د زیانمنو شویو سیمو سروې او ارزونه وکړه.

د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .