د کابل ولایت په ګلدرې  ولسوالۍ کې د استنادي دېوال جوړونې کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۷ - ۱۳:۴۵
news image

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د دې ولایت د ګلدرې ولسوالۍ په ده عربانو کلي کې یو استنادي دیوال ټولټال د اته سوه او څلویښت زره او پنځه سوه او اوه دیرش ( ۸۴۰،۵۳۷ ) افغانیو په ارزښت د ۷۵ مترو په اوږدوالي، ۱.۸۰ سانتي مترو سور او ۳.۸۰ سانتي مترو په لوړوالي سره ګټې اخیستنې ته وسپاره. 
یاد استنادي دیوال د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست رئیس محترم الحاج مولوي نجیب الله انوري، د یادې ولسوالۍ د محترم ولسوال، د کلیو د محترمو مشرانو، مخورو سپین ږیرو او ځوانانو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ محترم رئیس؛ د یادې پروژې د اهمیت په اړه هراړخیزې خبرې وکړې او له سیمه ییزو اوسېدونکو څخه یې د هغې د ښې ساتنې غوښتنه وکړه، همدارنګه ځایي وګړو د دې پروې د بشپړېدو له امله خوښي څرګنده کړه، او له اړوندو مسؤلینو څخه یې مننه او قدردانی وکړ. 
د یادونې وړ ده، چې د یاد استنادي دیوال په جوړېدو سره یو جامع مسجد او د دې ولسوالۍ ۵ کلي د سېلابونو له احتمالي زیانونو څخه وژغورل شول. 

نېټه: ۱۴۴۷/۵/۲۷ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۶:۱
Background image

د بغلان ولایت د ډنډ غوري ولسوالۍ د سیلابي لارې د پاکولو او استحکامي پروژې کار پیل شو

د بغلان ولایت مقام د لارښوونې پر بنسټ، د یاد ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ډنډ غوري ولسوالۍ د امرخېل کلي د سیلابي لارې د پاکولو او استحکامي پروژې چارې رسمآ پیل کړې.

دغه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۴:۳
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د ولایتي ریاستونو پېښو ته د رسېدنې آمرینو لپاره تخنیکي او مسلکي روزنیز پروګرام ترسره شو

نن ورځ د شنبې په سهار، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د کارکوونکو چارو ریاست، د مرکزي اړوندو ریاستونو په همغږۍ، د ولایتي ریاستونو پېښو ته د رسېدنې ۳۴ تنو آمرینو لپاره تخنیکي او مسلکي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۲:۳۶
Background image

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په سالنګ ولسوالۍ کې د مانده او سېلابي لارو د پاکولو پروژه بشپړه کړه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین په لارښوونه، د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د قدرتي پېښو د خطرونو کمولو او د عامه زیربناوو د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .