د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۵۲۵ اجباري راستنېدونکو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست, د یاد ولایت مقام په لارښوونه او د کډوالو کمېسیون د پرېکړې پر بنسټ, دغه ولایت ته په اجباري توګه راستنېدونکو ۵۲۵ کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د سیمه مسؤلینو په شتون کې, له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست لخوا هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو غنم, ۲۵ کیلو وریجې, یوه تخته کمپله, یو هایجن کېټ, او د سرې میاشتې لخوا هرې کورنۍ ته یوه تخته کمپله, همداراز, د کلیو د پراختیا ریاست لخوا هرې کورنۍ ته یوه تخته کمپله, همدارنګه له یادې جملې ځینو کورنیو ته د پخلنځي یو کېټ هرې کورنۍ ته او ځینو نورو کورنیو ته یو باب خیمه هرې کورنۍ ته ووېشل شول.
نېټه: ۱۴۴۶/۱۲/۰۸ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره