د پنجشېر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ٧٨ زیانمنونکو کورنیو ته نغدي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې ( NAC ) ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په ملاتړ، چې د پروژې تمویلوونکی یې د AHF سازمان دی، د دې ولایت د پریان ولسوالۍ اړوند ٧٨ زیانمنونکو کورنیو ته، له سروې وروسته نغدي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې، هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، ٤ تختې یو نفري کمپلې او ١ تخته دوه نفري کمپله ووېشل شوه او همدارنګه له یاد شمېر کورنیو څخه هرې کورنۍ ته ١٩،٢٠٠ افغانۍ هم ووېشل شوې، چې ټولټال دې کورنیو ته ١،٤٩٧،٦٠٠ ( ١ میلیون، ٤٩٧ زره او ٦٠٠ ) افغانۍ ځانګړې شوې وې.
نېټه: ۱۴۴۶/۱١/۱۳ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
