د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په رخه ولسوالۍ کې د ډبرو یو محافظوي دېوال د جوړولو او د سېلابي لارې د پاکولو چارې پیل کړې 

rahyab
یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۳ - ۱۱:۵۹
تصویر خبر

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د کلیو د بیا رغونې او پرمختیا موسسې (ORDR) ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه‌لیک پر بنسټ، چې پروژه یې د DAHW دفتر لخوا تمویل کېږي، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په ملاتړ، د رخه ولسوالۍ په میرخېل کلي کې د ډبرو یو محافظوي دېوال د جوړولو او د سېلابي لارې د پاکولو کارونه پیل کړل.
دا محافظوي دېوال چې اوږدوالی یې ۵۴ متره دی، د بنسټ ډبره یې د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس، محب‌الله جاهد، د رخه محترم ولسوال، د اقتصاد ریاست استازي او د سیمې یو شمېر سپین‌ږیرو او مشرانو په شتون کې کېښودل شوه.
د یادونې وړ ده، چې د دې محافظوي دېوال پرانېستل او له خټو او رسوباتو څخه د سېلابي لارې پاک‌کول د زیانمنتیا د کچې په کمولو، د زیان‌منو سیمو په خوندیتوب او د ټولنې د وړتیاوو په لوړولو کې مهم ګام بلل کېږي.

نېټه: ۱۴۴۷/۴/۱۲ هـ.ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۱۳
Background image

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۲۹ زیانمنو او مستحقو کورنیو ته نغدي خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) دفتر، RRAA او ډاکار مؤسسو په مالي ملاتړ او د ARCIO مؤسسې په تخنیکي همکارۍ، د دې ولایت د ښار په لومړۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۱۶
Background image

د خوست ولایت له پېښو سره مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۶۹ سېلاب ځپلو کورنیو ته نغدي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د خوست ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM)، UNICEF او د GAALO دفتر په مالي ملاتړ، د دې ولایت اړوند ۱۶۹ کورنیو ته، چې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۱۱
Background image

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۷۴ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې 

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په مرکز کې د وروستیو سېلابونو له امله ۲۷۴ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې ووېشلې.

په دې. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .