د وچکالي له امله ۱۵۰ زیانمنو کورنیو ته د خوراکي او غیرخوراکي مرستو وېش او عامه پوهاوی ورکړل شو
د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې د وچکالي له امله ۱۵۰ زیانمنو کورنیو ته له کره سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
د یادونې وړ ده چې، په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو غنم، ۵۰ کیلو اوړه، ۵۰ کیلو وریجې، ۵ لیټره غوړي او ۲ جوړه څپلکې ووېشل شوې، همدارنګه یاد شمېر کورنیو ته د وچکالي( د اوبو سپما)، د ماینونو او د سېلابونو خطرونو په اړه عامه پوهاوی هم ورکړل شو.
نېټه: ۲۰/۴/۱۴۴۶
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره