د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په ګرشک ولسوالۍ کې د درېیو وقایوي پروژو پلي کولو کار پیل کړ

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۰:۲۸
تصویر

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د مقام لخوا د کډوالۍ نړیوال سازمان(IOM)  سره د همغږۍ پر بنسټ، د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد سازمان په مالي همکارۍ، د دې ولایت د ګرشک ولسوالۍ په عمرا خان، بازار ګرشک او ده مزنګ سیمو کې د درېیو مهمو وقایوي پروژو پلي کولو کار پیل کړ. 

دغه پروژې چې د سېلابونو د خطر د کمولو، د اوبو د مدیریت د ښه والي او د زیان‌منونکو سیمو د خوندي کولو په موخه پلي کېږي، په کې د ۸ پلچکونو جوړول، د ۱۵۲ متره په اوږدوالي، ۴ متره لوړوالي او په اوسط ډول ۱.۷۵ متره پلنوالي د ګبیون استنادي دېوال جوړول او همدارنګه د ۱۹۶ متره په اوږدوالي، ۶ متره پلنوالي او ۳ متره ژور پارچاوې جوړول شامل دي.

د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست مسؤلینو وویل، د دغو وقایوي پروژو په بشپړېدو سره به د سېلابونو احتمالي زیانونه د پام وړ راکم شي، د اوبو د لېږد او مدیریت بهیر به منظم شي، د کرنیزو ځمکو، استوګنیزو سیمو او عامه زیربناوو ساتنه به پیاوړې شي او د سیمې د اوسېدونکو اقتصادي او ټولنیز وضعیت به ښه والی ومومي.
 

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۰:۳۴
Background image

د کندهار ولایت په ارغستان ولسوالۍ کې د ۲۰۰ متره اوږد سړک د جوړولو کار پیل شو

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د وقایوي پروژو او د پېښو د خطر د کمولو پروګرام په چوکاټ کې، د یاد ولایت د ارغستان ولسوالۍ د چغنیان درې په سیمه کې د ۲۰۰ متره په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۰:۲۸
Background image

د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په ګرشک ولسوالۍ کې د درېیو وقایوي پروژو پلي کولو کار پیل کړ

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د مقام لخوا د کډوالۍ نړیوال سازمان(IOM)  سره د همغږۍ پر بنسټ، د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد سازمان په مالي همکارۍ، د دې ولایت د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۰:۸
Background image

د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په چک ولسوالۍ کې د کاریز او ویالې پاکولو کار بشپړ کړ او ګټې اخیستنې ته یې وسپارل

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د مقام په لارښوونه، د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د چک ولسوالۍ په ټټنګ کلي کې د هغه کاریز او ویالې، چې د تېرو سیلابونو له امله. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .