د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د وروستیو سېلابونو له امله د ۱۹ شهیدانو ورثه او ټپیانو ته نغدي مرستې ووېشلې

د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست, د یاد ولایت مرکز لښکرګاه او بېلابېلو ولسوالیو اړوند ۱۹ کورنیو ته چې د وروستیو طبیعي پېښو له امله یې د کورنۍ غړي شهیدان او ټپیان شوي وو, نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د یاد ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس الحاج مولوي جمعه خان مستقیم په شتون کې د ۱۲ تنه شهيدانو کورنیو هرې یوې ته ۲۰۰۰۰ شل زره افغانۍ او ۷ تنه ټپیانو هر یو ته ۱۰۰۰۰ لس زره افغانۍ ووېشل شوې.
نېټه: ۱۴۴۶/۹/۱۲ هــ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره