د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د دوو استنادي دیوالونو د جوړولو کار پیل کړ
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د مقام لخوا د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) سره د همغږۍ پر بنسټ، د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد سازمان په مالي ملاتړ، د دې ولایت په موسسې قلعه او نوزاد ولسوالیو کې د دوو استنادي دیوالونو جوړولو کار رسمآ پیل کړ.
د استنادي دیوالونو جوړولو په دې پروژه کې به لومړی دیوال د موسی قلعه ولسوالۍ په شابان سیمه کې د ۴۲۵ متره په اوږدوالي او ۳.۷۵ متره په لوړوالي سره او دویم دیوال به نوزاد ولسوالۍ په خاوي سیمه کې د ۵۷۵ متره په اوږدوالي او ۳.۷ متره په لوړوالي سره جوړ شي.
د مسؤلینو په وینا، د دغو استنادي دیوالونو په جوړېدو سره به ګڼ شمېر کورونه او زرګونه جریبه کرنیزې ځمکې د سېلابونو له خطرونو څخه خوندي پاتې شي.
د سیمې اوسېدونکو د دې پروژې هرکلی وکړ او له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او IOM سازمان څخه یې مننه او قدرداني وکړه.
نېټه:۱۴۴۷/۱۲/۰۱ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
