د نیمروز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۸۴۲ زیانمنو کورنیو ته د کرنیزو ځمکو د تخمونو مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د DRC مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د نیمروز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په ملاتړ، د دې ولایت په دلارام ولسوالۍ کې د وروستیو طبیعي پېښو له امله ۸۴۲ زیانمنو شویو کورنیو ته له سروې وروسته د کرنیزو ځمکو د تخمونو او ښورې مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، ۱ بورۍ اصلاح شوي غنم، ۱ بورۍ تور او سپین کود ووېشل شو.
د یادونې وړ ده، چې په راتلونکي کې به هم د دې ولایت په نورو ولسوالیو کې ورته مرستې زیانمنو شویو کورنیو ته ووېشل شي.
نېټه: ۱۴۴۷/۵/۱۴ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادکۍ ملي اداره
